1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی

۱۴۰۲ تیر ۸, پنجشنبه

د پاکستان امنيتي ځواک د چهار شنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څیرمه د وسله والو پر يوه پټنځای د چاپې پر وخت د داعش ترهګرې ډلې يو قوماندان او دوه نور غړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4TCQ3
آرشیف انځور: د مومندو په سيمه کې پاکستاني عسکر
آرشیف انځور: د مومندو په سيمه کې پاکستاني عسکرانځور: dapd

له پېښور څخه په ترلاسه شویو رپوټونو کې د پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي دي چې د وسله والو پر يوه پټنځای د عملياتو په ترڅ کې درې تندلاري وژل شوي چې يو یې د داعش يا «اسلامي دولت» ډلې يو قوماندان دی.

اړونده موضوع: داعش په کابل کي د پاکستان پر سفارت د بريد مسئوليت منلی

دا عمليات په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پولې ته څېرمه پرته سيمه باجوړ کې شوي دي. باجوړ تر څو کاله تر مخه پورې د فاټا په نوم يادېدونکو شپږو پخوانيو نيمه خپلواکمنو سيمو څخه يوه سيمه ده چې د فدرال له خوا کنتروليدلې او اوس په خیبر پښتونخوا ایالت کې شاملې شوي دي.

وژل شوی قوماندان مطلوب کس وو

د پاکستان د پوځ په حواله په دې عملياتو کې د داعش د شفيع الله، په نوم قوماندان وژل شوی دی چې حکومت یې له څه مودې راهېسې په لټه کې وو. نوموړي نه يوازې پر امنيتي ځواکونو په بريدونو کې لاس درلود بلکې د يو شمير ملکیانو د وژلو مسئوليت یې هم لاره.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ يوه پوسته
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ يوه پوستهانځور: Getty Images/AFP

د پوځ له خوا ويل شوي چې په دې عملياتو کې د داعش د دريو غړيو تر وژل کیدو وروسته امنيتي ځواکونو د هغوی له پتنځايه ډېره وسله او مهمات هم ضبط کړي دي.

اړونده موضوع: په بلوچستان کې د داعش پر ضد د پاکستاني پوځ عمليات

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان پولې ته په څيرمه پرتو سيمو کې يو شمير پوځي عمليات وکړل. په ماضي کې له دې سيمو څخه تر څو لسیزو پورې د سيمه ایزو او بهرنيو وسله والو د خوندي ځالو په توګه کار اخيستل کيدی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

خو اوس د چارواکو په حواله هلته ډېر لږ وسله وال موجود دي چې پر ضد یې وخت په وخت عمليات ترسره کیږي. 

په دې پخوانيو قبايلي سيمو کې ميشت وسله وال اوس هم وخت نا وخته خونړي بريدونو ترسره کوي.

ب. ص/ ن. ز (AP)