1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او طالبان د خواف-هرات ریل پټلۍ پروژې په هکله غږیدلي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ ادارې له مشر بخت الرحمن شرافت سره په لیدنه کې د اوسپنۍ پټلۍ په برخه کې په ګډو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4SkjO
Afghanistan l Züge, Gleise
انځور: Railway Department of Afghanistan

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ ادارې له مشر بخت الرحمن شرافت سره په لیدنه کې د اوسپنۍ پټلۍ په برخه کې په ګډو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

اړوند مطلب: د خواف-هرات ریلگاډی پټلۍ د جوړولو قرارداد څلورمه برخه لاسلیک سوه

د ایران سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې  قمي او شرافت د خواف-هرات رېل پټلۍ پروژې د بشپړولو او پر تخنیکي چارو غږیدلي دي: »د خواف-هرات رېل لارې د پرانستلو، د دې لارې د بشپړولو او دوام  او د فني او تخنیکي روزنې  په برخه کې په همکارۍ نظرونه تبادله شوي.«

د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف-هرات رېل پټلۍ ۲۵۵ کیلو متره اوږدوالي لري، چې د جوړولو چارې یې په څلورو برخو ویشل شوي دي. د دې رېل پټلۍ دوې برخې، د ۷۶ کیلو مترو په اوږدوالي د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال بشپړې شوې، چې په ۲۰۲۰ کې د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له لورې یې پرانیسته وشوه، خو د پاتې برخو چارې یې لا هم نیمګړې پاتې دي.

اړوند مطلب: 

د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

د دې پروژې پاتې درېیمه او څلورمه برخه هرات د اسلام کلا څخه پیلیږي او د هرات هوایي میدان په مسیر کې دوام پیدا کوي، چې د جوړولو له پاره یې په دې وروستیو کې طالب او ایراني چارواکو څو وار پر له پسې ناستې کړې دي.

اړوند مطلب: ترکمنستان د ریل پټلۍ برخه کې افغان زده کونکي روزي

د ایران سفارت په خپله ټویټر پاڼه دغه رزا زیاته کړې ده، چې په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا، د افغان سوداګرو او مسافرو لپاره د ویزو په اسانتیاوو او یو لړ نورو مسایلو هم خبرې اترې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.