1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالنډ پخوانی لومړی وزير د ناټو نوي سرمنشي سو

۱۴۰۳ تیر ۶, چهارشنبه

د ناټو د اعلان له مخي، د عمومي منشي په توگه د هالند د پخواني لومړي وزير مارک روته، ټاکل رسمي سوي دي. هغه د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ينس ستولتنبيرگ ځای ناستی کيږي. روته د بهرني سياست په برخه کي يو تکړه سياستوال دی.

https://p.dw.com/p/4hXIG
Niederlande | Premierminster Mark Rutte
مارک روته انځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS

لکه څنگه چي ناټو د چهارشنبې په ورځ (جون مياشتي پر ۲۶) له ۳۲ غړو هيوادونو څخه د دايمي استازو تر يوې ناستي وروسته په بروکسل کي اعلان وکړ، ۵۷ کلن مارک روته، به د روان کال د اکتوبر مياشتي پر اوله به د نارويژي ينس ستولتنبرگ، ځای ناستي سي. ستولتنبرگ ۱۰ کاله د ناټو مشري پر غاړه درلوده.

د شمالي اتلانتيک د دفاعي تړون   (ناتو) غړو، په خپله ناسته کي د هالند پخوانی لومړی وزير مارک روته، د خپل راتلونکي سرمنشي په توگه وټاکه.

ستولتنبرگ په ايکس پلت فورم (پخواني تويتر) کي د دغې پريکړي په هکله وويل: «د دې کار چي د ناټو متحدينو مارک روته، زما پر ځای ټاکلی دی، ډير هرکلی کوم. مارک له اتلانتيک څخه بهر يو واقعي شخصيت او مشر دی او داسي يو څوک دی چي کولای سي يوه اجماع رامنځته کړي.»

هغه د روته له پاره د برياليتوب هيله وکړه او وې ويل، په دې پوهيږي چي ناټو يوه ډاډمن کس ته سپاري.

Holland Niederlande | NATO The Hague - Jens Stoltenberg und Mark Rutte
د ناټو پخواني سرمنشي ینس ستولتنبرگ د خپل ځای ناستي مارک روته له ټاکل کیدو څخه هرکلی وکړ.انځور: NATO

د روته قرارداد په اوله مرحله کي څلور کاله اعتبار لري. هغه په بهرني سياست کي يو تجربه لرونکي کارپوه شميرل کيږي. روته په دا وروستيو کي ۱۴ کاله د هالنډ لومړی وزير وو، يعني له ځان نه مخکي کسانو په پرتله يې په اروپايي ټولنه کي د حکومت کولو تر ټولو اوږده دوره تيره کړي ده.

د ناټو د عمومي منشي اصلي دنده، د متحدو هيوادونو ترمنځ د همږغۍ تنظيم او په سختو مسائلو کي يوې اجماع ته د لاس رسي څخه ډاډمنتيا ده. لکه څنگه چي هغه کولای سي د عمل له پاره ځيني وړانديزونه وکړي، نو هغه به په تيره بيا د کړکېچ او شخړو پر وخت پريکړه کوونکي وي.

سربيره پردې سرمنشي  په نړيواله سطحه د دغه دفاعي تړون استازی دی او په بروکسل کي د يوه تر ټولو لوړ اداري مقام يعني ناټو د مقر رياست، پرغاړه لري.

جگړه او د ترمپ د ولسمشرۍ سناريو

که دونالد ترمپ د روان کال په نوومبر مياشت کي په امريکا کي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته سپينې ماڼۍ ته ستون سي، ښايي روته له يوې سترې ننگوني سره مخامخ سي.

په پخوانيو وختونو کي د جمهوري غوښتونکي ترمپ څرگندونو په دې اړه چي آيا متحده ايالات به په بشپړ ډول د هغه تر رهبرۍ لاندي ناټو ته د مرستو په ورکولو ژمن وي، شکونه رامنځته کړي وه. ترمپ له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پوري د خپلي ولسمشرۍ پروخت په وار وار سره له دې خبري چي د هغه په نظر د اروپايي متحدينو له خوا ډير لږ دفاعي لگښتونه وړاندي کيږي، شکايت کړی وو او حتي ځيني وخت يې گواښ هم کړي وو چي متحده ايالات به له ائتلاف څخه ووزي.

که ترمپ يو وار بيا وټاکل سي، روته به بيا هم له ډيرو ننگونو سره مخامخ سي. په عمومي ډول د دې کار علت دا دی چي د اوکراين په وړاندي د روسيې جگړه د امنيتي سياست چاپيريال ته بشپړ بدلون ورکوي، د نورو ترڅنگ په دې اړه چي غړي هيوادونه له ناټو سره د اوکراين د يوځای کيدو په هکله توافق نه لري.

د آلمان  او متحده ايالاتو  په شان هيوادونه بيا له دې کبله ورسره مخالفت لري چي اندېښنه لري داسي يو گام به په اوکراين کي د روسيې جگړې ته لا ډيره لمن ووهي. خو پولنډ يا د بالتيک هيوادونه بيا دغه ډول يو خطر نه ويني.

د ناټو د اوسني سرمنشي ينس ستولتنبرگ، قرارداد، د اکتوبر میاشتي پر لومړۍ نيټه پای ته رسيږي. هغه تير وختونه په وار وار سره اعلان کړی وو چي غواړي له دغې دندې استعفا وکړي. خو په تير دوبي کي د يوه ځای ناستي د ټاکلو پرسر توافق، د غړو هيوادونو هڅي يو وار بيا له ماتي سره مخامخ کړې. په هغه وخت کي د ډنمارک لومړۍ وزيره مته، فردريکسن او د بريتانيا پخواني د دفاع وزير بن والاس، د نارويژي ستولتنبرگ له ځای ناستو څخه شميرل کيدل.

ستولتنبرگ له لسو کلونو راهيسي د ناټو سرمشري پر غاړه لري. د ناټو  د تړون په تاريخ کي هغه دوهم سرمنشي دی چي د دغې دندې تر ټولو اوږده دوره يې تيره کړې ده. د دغه نړيوال تر ټولو عالي مقام د دندې تر ټولو اوږده دوره بيا هالنډي جوزف لونس پرغاړه درلوده. نوموړي له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۸۴ کاله پوري په دغه مقام کي خدمت وکړ.

GP/NZ/DW.Online