1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

ترمپ د حق السکوت پېسو د ورکړې دوسیه کې مجرم پيژندل شوی

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

د نیویارک محکمې دونالد ترمپ، د بربنډو فلمونو یوې ستورې ته د چوپه خوله پاته کېدو په دوسیه کې مجرم پيژندلی دی. دی د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر دی چې په یوه جنايي دوسیه کې محکوم کیږي.

https://p.dw.com/p/4gUxN
د نیویارک محکمې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ په یوه قضايي بهیر کې پړ وګاڼه
د نیویارک محکمې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ په یوه قضايي بهیر کې پړ وګاڼهانځور: Justin Lane/REUTERS

د نیویارک محکمې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، دونالد ترمپ، په یوه قضايي بهیر کې پړ وګاڼه.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ انتخاباتو ته پنځه مياشتې پاتې دي، د نيويارک محکمې منصفه پلاوې په یوه تاریخي محاکمه کې ۷۷ کلن دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ د بربنډو فلمونو ېوې ستورې ته د چوپه خوله پاتې کېدو پېسو د ورکړې اړوند ټولو ۳۴ تورونو کې مجرم وپېژاند. ځينو دغو تورونو ته لاندې اشاره شوې ده.

په پام کې ده چې د ترمپ مجازات وروسته د جولای میاشتې په ۱۱مه اعلان شي.

دونالد ترمپ د محکمې دغه حکم یوه «افتضاح» بللې او یوه وکيل ېې د دوسيې د فوري بیا کتنې غوښتونکی شو.

د دوسيې قاضي، خوان مرچان، د منصفه پلاوي ۱۲ غړو ته وويل: «تاسو دغې دوسيې ته څرنګه چې په کار وو، توجه وکړه.» دغه قاضي له هغوی څخه د «دغې سختې او له سترسه ډکې دندې» د ترسره کولو له پاره مننه وکړه.

مخکې له دې چې منصفه پلاوی د پنجشنبې په ورځ د نیویارک پر وخت په غوڅ اکثرت حکم اعلان کړي، دوه ورځې ېې له ۱۱ ساعتونو ډېر بحثونه وکړل. د نیویارک د محکمې د منصفه پلاوې د غړو هویت پټ ساتل شوی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ د می په ۳۰مه د منهاتن په محکمې کې د محکمې د حکم اورېدو پر مهال
د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ د می په ۳۰مه د منهاتن په محکمې کې د محکمې د حکم اورېدو پر مهالانځور: Mark Peterson/POOL/AFPGetty Images

ترمپ چې د ضمانت پرته آزاد شوی، په داسې حال کې چې غلی ناست وو په نیويارک کې د منهاتن محکمې حکم ېې واورید. هغه له محکمې د وتلو پر وخت خبریالانو د یوې «افتضاح» او یوې «تحریف شوې پروسې» څخه خبرې وکړې.

ترمپ وويل چې «واقعي حکم» به د نوامبر په پنځمه د ولسشمرۍ انتخاباتو د رای اچونې په صندوقونو کې صادر شي.

ترمپ پر خپلې بې ګناهۍ ټينګار وکړ او وې وېل: «زه د خپل هېواد له پاره مبارزه کوم. زه د اساسي قانون له پاره مبارزه کوم.»

د ترمپ يو وکیل، تاد بلنچ، سي ان ان شبکې ته ويلي دي چې په جولای میاشت کې د مجازاتو له اعلان سره سم، د بیا کتنې درخواست وړاندې کيږي. د استیناف بهیر کېدای شي میاشتې وخت ونیسي او کېدای شي د ولسشمرۍ انتخاباتو وروسته پورې وغځيږي.

د ترمپ انتخاباتي دفتر د حکم تر اعلان لږ وروسته د «زه یو سیاسي بندي یم!» تر عنوان لاندې د مالي مرستو راټولو یو بلنلیک خپور کړ. مایک جانسن چې د ترمپ نژدې ملاتړ کونکی او د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو رهبر دی، دا ېې «د امریکا په تاریخ کې یوه شرمناکه» ورځ وبلله.

خوان مرچان، د مجازاتو د حکم صادرولو له پاره نېټه، د جمهوري غوښتونکو د ګوندي کنګرې له ورځې، څلور ورځې مخکې ټاکلې ده چې په هغې کې په احتمال سره ترمپ په رسمي توګه ولسمشرۍ څوکۍ ته د دغه ګوند نوماند معرفي کيږي. ترمپ به وروسته د نومبر میاشتې په نهمه بیا په انتخاباتو کې د جو بایدن، پر وړاندې ودريږي.

کارپوهان وړاندوینه کوي چې د حق السکوت یا چوپه خوله پاتې کېدو په دوسیه کې مجازات، نغدي جرېمه یا له تعلیقي حیس سره مشروطه آزادي ده. حتی د زندان حکم هم چې له امکانه لرې نه دی، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ترمپ د نوماندۍ مخه نشي نيولی.

سپينې ماڼۍ د ترمپ خلاف حکم تر اعلان وروسته وویل چې د قانون حاکمیت ته درناوی کوي، خو ډېر جزئیات ېې ورنکړ
سپينې ماڼۍ د ترمپ خلاف حکم تر اعلان وروسته وویل چې د قانون حاکمیت ته درناوی کوي، خو ډېر جزئیات ېې ورنکړانځور: Offenberg/Zoonar/dpa/picture alliance

تر دغه تاریخي حکم وروسته، سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې د قانون حاکمیت ته درناوی کوي، خو ډېر جزئیات ېې ورنکړ.

د بایدن انتخاباتي ټيم ویلي دی چې دغه حکم ښيي چې هېڅ څوک تر قانون زیات نه دی. دغه ټيم ويلي دي چې دغه حکم دغه واقعیت ته بدلون نه شي ورکولی چې خلک په امریکا متحده ایالاتو کې له یو «ساده واقعیت» سره مخ دي: «اوس يوازې یوه لار پاتې ده چې ترمپ له بيضوي شکله دفتر [سپېنې ماڼۍ] څخه وساتي: د رایو صندوقونه.»

تورنه څه ول؟

ترمپ په ټوله کې د سوداګرۍ سوابقو د جعل کارۍ پر ۳۴  تورونو تورن شوی دی. له اصلي تورونو څخه یو ېې د بربنډو فلمونو ستورې ستورمي دانیلز، ته د ۱۳۰ زره ډالرو ورکړه ده تر څو هغه ترمپ سره د ۲۰۰۶ کال ادعا شوې جنسي رابطه افشا نه کړي. ترمپ ويلي دي چې دغه پیسې ېې ورکړي سربېره پر دې چې د هغه په خبره، ستورمي دانیلز، هڅه کوله تر څو په ناسمو ادعاو له هغه څخه پیسې وشکوي.

ترمپ په درې نورو دوسیو کې هم له جنايي تورونو سره مخ دی، چې دوه ېې د ۲۰۲۰م کال انتخاباتو سره تړاو لري.

(AFP) pa/af/mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل