1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

د نیویارک په ټرین تمځای کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

په نیویارک ښار کې یو تنکي ځوان د ټرین په تمځای کې پر خلکو ډزې کړي چې په پایله کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4cLfo

د نیویارک پولیسو ویلي دي چې دوی د هغه وسله والځوان په لټه کې دي، چې تیره ورځ یې د ټرین تمځای په یوه کتار کې پر عامه وګړو ډزې وکړې او په نتیجه کې یو کس ووژل شوو او څو نور ټپیان شول.

د نیویارک ښار پولیسو د پېښې ځای ته نږدې په یو خبري کنفرانس کې ویلي دي، چې دغه ځوان له خپلو همزولو سره د خبرو پر مهال له بحث وروسته ناڅاپه توپانچه را ویستلې او پر خلکو یې ډزې کړې دي.

دوی ویلي دي چې تورن کس له ډزو کولو وروسته تښتېدلی او ځایي پولیس د ټرین تمځای د مشرانو په همکارۍ د دغه تورن کس په لټه کې دي.

امريکا متحده ايالات

موږ په دې اړه نور څومره پوهیږو؟

پولیسو ویلي دي چې لومړی ډزې په اورګاډي کې دننه شوي، خو ټول شپږ ویشتل شوي کسان له اورګاډي بهر په کتار کې وو.

په ډزو کې یو ۳۴ کلن سړی وژل شوی او پنځه نور روغتون ته وړل شوي دي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د ټپیانوعمرونه له ۱۴ څخه تر ۷۱ کلونو پورې دي، چې څلور یې نارینه او دوې مېرمنې دي.

د نیویارک ښار د پولیسو څانګې د عامه معلوماتو له پاره مرستیال کمیشنر طارق شیفر وویل: «موږ غواړو بریدګر ته ووایو چې تاسو د نیویارک ښار د پولیسو ریاست له خوا خورا مطلوب یاست ځکه چې د نړۍ ترټولو لوی امنیتي ځواک ستاسو په لټه کې دي.»

د نیویارک ښار ښاروال ایرک ایډمز چې د پولیسو پخوانی مشر هم و، د مسافرینو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي دي چې په ټولو ټرین تمځایونو کې به د پولیسو شمیر ډیر شي.