1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د ټول نفوس څخه ۱،۵سلنه بې ځایه سوي دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۴, پنجشنبه

په نړۍ کی کړکیچڼ وضعیت ته په کتو سره د بې ځایه سوو کسانو شمیرهم مخ پر زیاتیدو دی. افغانستان هم ۱۰،۹میلیونه بې ځایه سوي لري چي ډېره برخه يې په بهر کي ده. اقلیمي بدلون هم د ډېري کډوالۍ سبب کیږي.

https://p.dw.com/p/4gykS
Gazastreifen Rafah | Palästinenser fliehen aus der Stadt Rafah im Süden des Gazastreifens
انځور: Abdel Kareem Hana/AP Photo/picture alliance

د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو د ملاتړ ادارې UNHCR د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کي په خپل راپور کي ويلي دي چي په نړیواله سطحه تر اوسه پوري دومره ډیر انسانان له جگړو، کړکیچوڼو او تعقیب څخه په تېښته نه ول، لکه اوس.

د روان کال په می میاشت کي يې شمېر ۱۲۰ میلیونو ته ورسید چی د تیر کال په پرتله تقریباً ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

په نړۍ کي  د مهاجرت په اړه راپور له مخي، د نړۍ له مجموعي نفوس څخه، شاوخوا یو اشاریه ۵ سلنه انسانان له خپلو ټاټوبو څخه بې ځایه سوي دي.

تر امريکا وروسته، جرمني تر ټولو زیات پناه غوښتونکي لري

د هغو کسانو له پاره چي خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو چانس نه لري، ورته امریکا متحده ایالات او جرمني  تر ټولو زیات د خوښي وړ هیوادونه دي: امریکا متحده ایالاتو تر ټولو ډېري د پناه غوښتني عریضې ثبت کړي دي، په مجموعي ډول یو اشاریه ۲ میلیونه. تر هغه وروسته جرمني چی شاوخوا ۳۳۰ زره عریضې یې ثبت کړي او تر مصر، هسپانيا او کاناډا مخکي دي.

د ۲۰۲۴م کال د می میاشتي ارقام ښيي چي په نړیواله کچه ۱۲۰ میلیونه انسانان بې ځایه سوي دي. د ۲۰۲۳م کال د دسمبر پر ۳۱مه د هغوی شمیر لا ۱۱۷ اشاریه ۳ میلیونه وو، چي دا د ۲۰۲۲م کال د پای په پرتله اته برابره ښيي.

جرمني د پناه غوښتونکو د ډېر شمیر په درلودلو سره څلورم ځای لري. د UNHCR په حواله د هغوی شمیر ۲ اشاریه ۶ میلیونو ته رسیږي، یعني تر ایران وروسته چي ۳ اشاریه ۸ میلیونه مهاجر لري. ترکیه ۳ اشاریه ۳ میلیونه او کولمبیا ۲ اشاریه ۹ میلیونه مهاجر لري.

په سوډان کي د ۲۰۲۳م کال له اپریل مياشتي راهیسي څه د پاسه ۹ میلیونه انسانان د تیښتې په حال کي دي چي په هغوی کي یې، یو اشاریه ۹ میلیونه بهر ته تښتېدلي دي. په غزې تراډه  کي د بې ځایه سوو کسانو شمیر یو اشاریه ۷ میلیونو ته رسیږي چي د نفوسو ۷۵ سلنه برخه يې ده. په سوریه کي د هغوی شمېر ۱۳ اشاریه ۸ پاته دی.

په افغانستان کي  ۱۰ اشاریه ۹ میلیونه انسانان بې ځایه سوي دي چي له هغوی څخه یې ۶ اشاریه ۴ میلیونه له هیواد څخه بهر کي دي. په دې ډول افغانستان په بهر کي تر ټولو زیات مهاجر لري. اوکراین ۹ اشاریه ۷ میلیونه چي شاوخوا ۶ میلیونه یې په بهر کي اوسیږي.

اقلیمي بحران وضعیت لا پسې کړکیچڼوي

په یوه رپوټ کي راغلي دي، هغه سیمې چي له کړکیچڼو، بې وزلیو، لوږې او ناوړې حکومتدارۍ څخه اغیزمن دي، په هغه ځای کي اقلیمي بحرانونه په ځانگړي توگه احساسیږي.

د کډوالو په مبدأ هیوادونو کې د سرچینو له پاره مبارزه چي د اقلیمي بدلون له امله اغیزمنه سوې، کیدای سي د لازیاتو مهاجرتونو سبب سي. په تیره بیا په هغو ځایونو کي چي د څښاک اوبه لا دمخه کمې دي، یا وچکالي مخ پر ډیریدو ده، فصلونه له منځه تللي او څاروي د اوبو او خوراکي توکو د کمښت له امله له منځه ځي.

GP/NZ/AG