1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د کورني بي ځایه شوو شمیر تر ۷۱ میلیون کسانو اوښتی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ د خپرو شوو ارقامو له مخې په تیر میلادي کال کې د کړکیچونو او اقلیمي بدلونونو له کبله په ټوله نړۍ کې د کورني بي ځایه شوو کسانو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی او ۷۱،۱ میلیون کسانو ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/4RD9p
Somalia | Binnenvertriebene in Dolow
انځور: Hassan Ali ELMI/AFP

په ژنیو کې د داخلي بې ځایه شویو د څار مرکز »آی ډي ام سي« ویلي دي چې دغه ارقام د ۲۰۲۱ کال په پرتله۲۰ سلنه زیاتوالی ښيې، چې دا په نړۍ کې د هغو خلکو بې ساری شمیر ښيې چې په خپلو هیوادونو کې د امن ځایونو په لټه کې دي.

 د  داخلي بې ځایه شویو د څار مرکز د معلوماتو له مخې د سوریې، افغانستان، د کانګو جمهوریت، سوډان او اوکراین په شمول د نړۍ په لسو هیوادونو کې نږدې درې پر څلورمه برخه دغه خلک د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

اړوند مطلب: ملګري ملتونه: څلورنیم ميلیونه اوکراينيان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې د اوکراین جګړې له امله نږدې ۱۷ میلیونه کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

یاد مرکز ویلي دي چې تیر کال په ټوله نړۍ کې »جګړې او تاوتریخوالی ۲۸،۳ میلیونه کسان بې ځایه کړي دي چې په تېره لسیزه کې د کلنې اوسط شمېر څخه درې برابره زیاتوالی ښیي.»

په دې اړه اړوند مطلب: د بشري حقونو کميسون: د داخلي بې ځايه شويو کډوالو شمېر ۷۴،۸ سلنه لوړ شوی

په تېر کال کې د دغه کسانو ډیره برخه یعنې ۳۲،۶ میلیونه کسان د جګړو، ناورینونو، ځمکې ښوېدنې، سېلابونو او وچکالۍ له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د مهاجرو د نارویژي شورا مشر جان ایګلند چې په ۱۹۹۸م کال کې یې د آی ام ډي سي، مرکز رامنځ ته کړی ویلي دي:«د شخړو او اقلیمي ناورینونه ترکیب په تېر میلادي کال کې د هغو خلکو د بې ځایه کیدو سبب شوي چې لا دمخه آسیب پذیزه وو او او نابرابرۍ څخه کړیدل.»

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې: »د اوکراین جګړې د نړیوال خوراکي خوندیتوب کړکیچ ته هم لمن ووهله، هغه کړکیچ چې داخلي بې ځایه شوو کسانو ته یې زیاته ضربه ورکړه. دې کار په نړیواله کچه د لوږې او خوارځواکۍ په برخه کې شوي پرمختګونه هم تر پوښتنې لاندې راوستل.«