1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نړيوالو مرستو بندیز، د افغانستان کړکېچ نور ژوروي»

حسین سیرت
۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

د کړکېچ نړيوالي ډلي په خپل یو تازه راپور کي له نړيوالي ټولني څخه غوښتي دي چي د طالبانو د کړنو پر وړاندي خپلي مرستي بندي نه کړي، ځکه دغسي ګام لا نور د افغان ښځو او نجونو مشکلات ډېروي.

https://p.dw.com/p/4NseR
افغانستان / د کابل واورین ژمی
افغانستان / د کابل واورین ژمیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دغه سازمان په یو تازه خپاره کړي راپور کي ویلي دي چي بندیزونه د افغان ښځو کړکېچ لاپسي ډېروي، په دې راپور کي راغلي دي، د طالبانو تر واک لاندي هغه په میليونونه افغانان او ښځي چي په ستونزو کي تریخ ژوند کوي د حقونو د ملاتړ له پاره يې مناسبه حل لاره نه ترسترګو کیږي. 

دغه سازمان مرسته کوونکو هیوادونو ته لارښوونه کوي چي له افغانانو سره خپلو بشري مرستي رواني وساتي. راپور ټینګار کوي، چي د افغانستان دکړکېچ د هواري په موخه د ملګرو ملتونو له خوا د ۴۰۶میليونو ډالرو غوښتنه د بل هر هیواد د مرستو په پرتله د بشري مرستو لوی لاسنیوی او غوښتنه ده.

اړوند: طالبانو بيا له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې ده
په راپور کي راغلي دي چي هغه وخت چي د مرسته رسوونکو مؤسسو کار کوونکي د کار پرمهال د طالبانو له مداخلې سره مخامخ کېږي، نو د اړتیا په صورت کي دي خپل کارونه ودروي. 

افغانستان/ په کابل کي یو سړی د کور زاړه توکي خرڅوي.
افغانستان/ په کابل کي یو سړی د کور زاړه توکي خرڅوي.انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د کړکېچ نړیواله ډله پر اوږدمهالو ټولنیزو بدلونونو ټینګار کوي او وايي چي د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندي بندیزونه باید د دې سبب نه سي چي د ښځو او نجونو ستونزي نوري هم ډېري سي. مرسته کوونکو ته ښايي چي د دې پرځای داسي لاري چاري او ستراتیژي عملي کړي، چي په هغه کي د یوې روڼ اندي اوږدمهالي ټولني پرمختګ او پیاوړتیا نغښتې وي. 

د کړکېچ نړيوالي ډلي ویلي دي چي د لوېدېځ سیاست مخالف لوري ته روان دی، په راپور کي راغلي دي چي مرستندویان اوسمهال د نړۍ نورو کړکېچونو ته په کتو ډېر زړه نه ښه کوي چي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو غوښتني ته ځواب ووايي. 

په میليونونو اړمنو افغانانو ته د مرستو نه رسیدو له امله اندېښنه

په راپور کي راغلي دي چي د طالبانو کړني دا خطر لا ډېر وي چي نړيوال خپلي مرستي ژر بندي کړي، خو د دې کار تر ټولو لوی تاوان به د طالبانو تر واک لاندي په میلونونو عامو افغانانو ته ورسیږي.

افغانستان / وسله وال طالب د کابل په ښار کي
افغانستان / وسله وال طالب د کابل په ښار کيانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

راپور ټینګار کوي چي د لوېدیځ پالیسۍ جوړونکي باید د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ له پاره کلک ودریږي.

د کړکېچ نړيوالي ډلي ویلي دي چي د طالبانو تېروتنو او کړنو ته د تریخ جواب ویلو پر ځای دا خبره په څو واري غوره ده چي د افغان ښځو د ښه ژوند له پاره نړيوال خپلي هڅي ګړندۍ او په دې اړه داسي ګامونه پورته کړي چي د افغانانو په ژوند کي مثبت بدلون حس سي.

اړوند: طالبانو له افغانستان سره د نړيوالو مرستي وستايلې

راپور وايي، که نړۍ وتوانیږي چي د افغانستان د ښې راتلونکي له پاره لاري چاري وسنجوي، نو دا به د طالبانو تبلغات ډېر کمزوري کړي.

په راپور کي راغلي دي چي له هغه وخت راهیسي چي طالبانو دوهم وار پر قدرت منګولي ښخي کړې ورسره سم يې پر ښځو بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د دې کار په غبرګون کي لوېدیځو هیوادونو پر دوی بندیزونه ولګول، دا بندیزونه د دې سبب سول چي په څو میاشتو کي د افغانستان اقتصاد شل سلنه را کښته او په ټول هیواد کي د یوې داسي سراسري لوږي سبب سوه چي هیڅ وړاندوینه يې نه سوای کیدلای. 

فاطمه حیدري | افغان کډوال د کور مجازی سفرونه ورکوي
فاطمه حیدري | افغان کډوال د کور مجازی سفرونه ورکويانځور: Piero Cruciatti/AFP

ناهیلي او بې باوري

راپور وايي له دې سره، چي طالبانو د ۲۰۲۲م کال په جنوري میاشت کي د ناروې کنفرانس کي د ښځینه ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه وکړه، خو د طالبانو مشر د دې ډلي کابینه کندهار ته ور وغوښته او د نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل يې لغوه کړل.

اړوند: آلمان وايي په افغانستان کې د مرستو د «حقيقي هدفونو» ټاکل مهم دي

د طالبانو دغه پرېکړي د لوېدیځي نړۍ مشران ناهیلي کړل، په داسي حال کي چي هغوی هیله مند ول، چي امکان لري طالبان له خپلي پريکړي لاس پر سي.  

په راپور کي راغلي دي چي د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کي د طالبانو مشر پر خپلي سختدریځۍ نور ټینګار وکړ او په پایله کي يې طالبانو ښځي له پارکونو، سپورټي کلبونو او حمامونو څخه هم راوګرځولې. 

د دغه راپور پر بنسټ طالبانو همدارنګه «په عام محضر کي په ظالمانه ډول په چلاخه وهل» بیا پيل کړل. 

زموږ له ارشیف څخه: 

«افغانستان دي د نړيوالو مرستو کمښت ته چمتوالی ونیسي»