1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د ناټو غړي له اوکراین سره د هوایي دفاع په برخه کې مرسته کوي

۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر د ناټو د مشرانو غونډې په پرانیسته کې اوکراین ته د پاتریوت هوایي دفاع سیستم ورکولو خبر ورکړ. بایدن وویل چې امریکا، المان، ایټالیا، هالنډ او رومانیا له اوکراین سره د هوایي دفاع په برخه کې مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/4i6PQ
USA NATO-Gipfel in Washington | Gruppenfoto
د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې په خپله وینا کې د امریکا او د دغه هیواد د څلورو متحدینو د نوي هوایي بستې خبر ورکړانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بايدن د سې شنبې په ورځ (د جولای ۹ نیټه) په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې غونډه پرانیستله. بایډن په خپله وینا کې د امریکا او د دغه هیواد د څلورو متحدینو د نوي هوایي بستې خبر ورکړ.

جو بایدن د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د پنځه اویایمې کلیزې په مراسمو کې وویل: «د اوکراین ملاتړ قوي او دوامداره دی.»

د امریکا، المان، ایټالیا، هالنډ او رومانيا رهبرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اوکراین د ملکي وګړو او ښارونو د حفاظت له پاره به د هوایي دفاع پاتریوت سیستم په روان میلادي کال کې کیف ته وسپارل شي.

په اوکراین کې جګړه په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې یوه له اصلي موضوعاتو څخه ده.

د شمالي اتلانتیک تړون د ۳۲ غړو هیوادونو مشران په واشنګټن کې د دې تړون ۷۵مه کلیزه لمانځي.

Flugabwehrsystem vom Typ Patriot | Ukraine-Konferenz - Mecklenburg-Vorpommern
د اوکراین د ملکي وګړو او ښارونو د حفاظت له پاره به د هوایي دفاع پاتریوت سیستم په روان میلادي کال کې کیف ته وسپارل شي.انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د ناټو او اوکراین پر سر د بایدن او ترمپ بحث

په اوکراین کې د روسیې تیری کوونکې جګړه د بایدن او ترمپ د مناظرې یو له تر ټولو محوري موضوعاتو څخه وه. ترمپ ادعا وکړه چې د واشنګټن له خوا د اوکراین ملاتړ، اقتصاد ته زیان رسوي او که امریکا یو پیاوړی رهبر درلودلی، نو په اوکراین کې به هیڅکله هم جګړه نه وای پیل شوې.

بایدن په دې برخه کې د ترمپ پر سیاست نیوکه وکړه او وې ویل، چې ترمپ هغه څوک دی چې غواړي امریکا له ناټو څخه ووځي.

بایدن په مناظره کې د خپل سیال ترمپ په مقابل کې کمزوری وو او د هغه د روغتیایي وضعیت او استعفا په هکله قیاسونه یې لا زیات کړل.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، د دې موضوع په اړه خبریالانو ته وویل چې د ناټو متحدین چې په دې اونۍ کې په واشنګټن کې سره را ټوليږي، د بایدن د رهبرۍ د توان په هکله اندېښنه نه لري.

پر کیف د روسیې د بریدونو په اړه د ستولټنبرګ خبرداری

روسیې د ناټو له کلیزې سره هم مهاله په کیف او د اوکراین په نورو برخو کې پر ملکي اهدافو بریدونه ډیر کړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د دغه سازمان د ۳۲ غړو هیوادونو د مشرانو په مخاطب کولو سره خبرداری ورکړ چې له اوکراین سره دې خپلو کړو ژمنو کې کمی نه راولي. 

د ناټو په سرمشریزه کې ترمپ ولې پر آلمان لفظي برید وکړ؟

هغه ټینګار وکړ چې که روسیه په اوکراین کې بریالۍ شي، ډیر زیات تاوان او ریسک رامنځته کیږي او د ایران، شمالي کوریا او چین د استبدادي رهبرانو د هڅونې سبب به شي.

پیستوریوس: ناټو باید خپل دفاعي اقدامات پياوړې کړي

د المان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس هم په ناټو کې له خپلو شریکانو وغوښتل چې له اوکراین سره دې لا زیاتې پوځي مرستې وکړي.

د المان د دفاع وزیر په واشنګټن کې د غونډې په څنډه کې وویل چې دا یې ګډ مسئولیت دی چې که اوکراین په هره برخه کې اړتیا ولري ورسره مرسته وکړي.

پیستوریوس ټینګار وکړ چې ناټو باید د خپلو دفاعي اقداماتو کچه د پام وړ اندازې ته پیاوړې کړي. المان او د بالتیک سمندر له سیمې څخه د ناټو پنځو نورو شریکانو د مخنیوي یا دفاعي وسلې په توګه د سمندري ماینونو پر تامینولو موافقه وکړه.  

د هوایي دفاع بستې له کبله د ناټو له غړو څخه د زیلنسکي مننه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په ایکس (پخوانی تویتر) شبکه کې له خپلو شریکانو څخه مننه وکړه چې د اوکراین د هوایي دفاع سیستم ملاتړ یې کړی دی. هغه ولیکل چې د لا زیاتو امنیتي ضمانتونو د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي چې په هغې وسلې، مالي او سیاسي ملاتړ شاملیږي.

د اوکراین ولسمشر د سه شنبې په ورځ واشنګټن ته ورسید او ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ به د امریکا له ولسمشر سره لیدنه وکړي.

زیلنسکي ویلي دي چې لږ تر لږه د پاتریوت هوایي دفاع سیستم اوو دستګاو ته اړتیا لري چې د نویو سیستمونو په ترلاسه کولو او د نوي هوایي دفاع بستې په وړاندې کولو سره دې هدف ته رسیدلی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز