1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۷ مشرانو د اوکراین له پاره امنیتي چوکاټ اعلان کړ

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د جي ۷ هیوادونو مشرانو په راتلونکي کې د روسیې د هر ډول تیري پر وړاندې د اوکراین د خوندیتوب له پاره امنیتي چوکاټ اعلان کړ. دا اعلان وروسته تر هغې کیږي چې په ناټو کې د اوکراین د شامليدو له پاره کوم زماني چوکاټ ونه ټاکل شو.

https://p.dw.com/p/4Tml1
NATO Gipfel Biden mit G7 in Vilnus
انځور: Kacper Pempel/REUTERS

اوو پرمختللو صنعتي یا جي ۷ هیوادونو یو نړیوال چوکاټ اعلان کړ چې د اوکراین له پاره اوږدمهاله امنیت ډاډمنوي، څو د روسیې پر وړاندې خپله دفاع پیاوړي کړي او په راتلونکي کې د مسکو د هر ډول تیري مخه ډب کړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې امریکا متحده ایالاتو، جرمني، جاپان، فرانسې، کاناډا او بریتانيا او همداشان اروپایي اتحادیې ویلي دي چې په دغه امنیتي چوکاټ کې د عصري پوځي تجهیزاتو، روزنې، د استخباراتي او سایبري دفاع په څیر عناصر شامل دي. نور هیوادونه هم کولی شي په دغه اعلامیه کې شامل شي.

اړونده موضوع: ناټو د ایران د "ویجاړونکو فعالیتونو" په اړه ژوره اندېښنه

د دې په بدل کې به اوکراین د ښې حکومتولۍ له پاره پر اقداماتو سربیره قضایي او اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو او روڼتیا د رامنځ ته کولو ژمنه کوي.

د ویلنیوس په هوایي ډګر کې د پیتریوت دافع هوا سیستم
د ویلنیوس په هوایي ډګر کې د پیتریوت دافع هوا سیستمانځور: Janis Laizans/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې په داسې حال کې چې اوکراین د ناټو په تړون کې د شاملیدو اجازې ته انتظار باسي، جي ۷ هیوادونه به د یوه غښتلي پوځ د رامنځ ته کیدو له پاره له اوکراین سره مرسته وکړي.

اړونده موضوع:د ناټو سرمشريزه؛ بایدن بريتانيا ته رسېدلی او وروسته ويلنيوس ته ځي

بایډن په ویلنیوس کې د ناټو سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل: «موږ به له دوی سره د ځمکې [پرسر]، هوا او په سمندر کې د پیاوړي دفاع د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته وکړو.» په دغه غونډه کې د جي ۷ پر مشرانو سربیره د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي هم حضور درلود.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر (په انځور کې ښي اړخ ته) د بریتانیې له لومړي وزیر سره لیدل کیږي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر (په انځور کې ښي اړخ ته) د بریتانیې له لومړي وزیر سره لیدل کیږيانځور: Kacper Pempel/Reuters

د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار وکړ چې د «اوکراین راتلونکې په ناټو» کې ده او د جي ۷ هیوادونو په خپله اعلامیه کې د اوکراین اوږد مهاله ملاتړ په څو اړخیز امنیتي چوکاټ کې څرګند کړی دی. بایډن زیاته کړه چې «موږ به تر هغه وخته هلته یو» چې ورته ضرورت وي. 

زیلنسکي همهاله په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې څو اړخیز تړون چې له هیوادونو سره ګډو خبرو اترو ته لار هواروي، د اوکراین له پاره «د پام وړ امنیتي بریا» ده.

زموږ له آرشیف څخه: 

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو له لوري د جي ۷ په چوکاټ کې له اوکراین سره شوې ژمنې د کیف د ملاتړ له پاره د اوږدمهاله ستراتیژۍ په معنی ده.