1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن بريتانيا ته رسېدلی او وروسته ويلنيوس ته ځي

۱۴۰۲ تیر ۱۹, دوشنبه

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د بریتانیا له لومړي وزیر ریشي سناک او پاچا چارلس سره وګوري. هغه د یکشنبې په ورځ په جلا څرګندونو کې وویل چې اوکراین د ناټو غړیتوب ته چمتو نه دی.

https://p.dw.com/p/4TfI3
England US-Präsident Biden in London eingetroffen
انځور: Kin Cheung/dpa/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ لندن ته په رسېدو سره د اروپا درو هيوادونو ته خپل سفر پیل کړ. هغه نن په ډاونینګ سټریټ کې د برتانیا له لومړي وزیر ریشي سوناک سره ګوري او له هغه وروسته به په وینډسر کیسل کې د پاچا چارلس لیدنه وکړي. تمه کیږي چې له پاچا چارلس سره به په خبرو کې د اقلیم موضوعات هم شامل وي.

په دې اړه اړوند مطلب: ناټو د روسيې خلاف نوې دفاعي طرحې په جوړولو کې توافق ته ونه رسېده

د دوشنبې په ماښام به بایډن د سه شنبې او چهارشنبې په ورځي د ناټو له مشرانو سره خبرو اترو له پاره د لیتوانیا پلازمینې ویلنیس ته سفر وکړي. د ناټو په سرمشريزه کي تمه کیږي چې په اجنډا کې د کیف له پاره د ناټو ملاتړ او همدارنګه په ناټو کي د سویډن شامليدل دي چې تر دې دمه يې د ترکیې له خوا بند شوي دي. د ویلنیس غونډه په داسي حال کي کيږي چې د بایډن ادارې اوکراین ته د کلسټر بمونو سپارنې ته شین څراغ ورکړی، د ناټو ځینې متحدینو لکه انګلستان او هسپانيا د دې اقدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بایډن به د لیتوانیا تر سفر وروسته فنلنډ ته ولاړ شي، چې د ناټو تر ټولو نوی غړی هېواد دی.

بایډن وايي، اوکراین د ناټو غړیتوب ته چمتو نه دی

د امریکا ولسمشر له «سي ان ان» سره په خبرو کې دې ته  اشاره کړې چې په ناټو کې د اوکراین د شامليدو په اړه شک لري. بایډن د یکشنبې په ورځ د یوې مرکې پرمهال «سي ان ان» ته وويل: «زه فکر نه کوم چې اوکراين به د ناټو غړیتوب ته چمتو وي.» په ورته مهال بایډن وویل چې هغه هیله لري چې د ناټو مشران به « اوکراین ته یوه منطقي لاره په ګوته کړي ترڅو وکوالی شي په ناټو کې د شاملیدو وړتیا ولري.» هغه وویل چې په پوځي اتحاد کې د شاملیدو له پاره هیوادونه باید «ټولې وړتیاوې پوره کړي، له ډیموکراسۍ څخه نیولې تر نورو مسلو پورې.» هغه زیاته کړه چې اوس په ناټو کې د اوکراین راوستل به له «روسیې سره د جګړې» معنی ولري. هغه وویل: « زه فکر نه کوم چې په ناټو کې د دې په اړه توافق شته چې ایا اوکراین اوس د جګړې په مینځ کې د ناټو په کورنۍ کې شامل شي یا نه.» بایډن زیاته کړه چې دا به یو څه وخت ونیسي چې اوکراین د ناټو غړی شي.

سربېره پر دې بایډن وویل چې واشنګټن کولی شي له کیف سره د اسرائيل په شان مرستې چمتو کړي ترڅو چې اوکراین په ناټو کې شامل شي. نوموړي وویل: «متحده ایالات به چمتو وي چې ... هغه امنیت چې موږ د اسرائيل له پاره چمتو کړی اوکراين ته هم چمتو کړو.»

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

هغه وویل په دې مرستو کې «د اړتیا وړ وسلې د ځان د دفاع له پاره شامل دي.» د امریکا د کانګریس د څېړنو مرکز د یوه تازه راپور له مخې د اسرائیل په پرتله په نړۍ کې بل هیڅ هیواد له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا دومره ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

بایډن له اردوغان سره په ټيليفوني اړيکه کې په ناټو کې د سویډن د شاملیدو غوښتنه وکړه

همدارنګه د یکشنبې په ورځ، سپینې ماڼۍ وویل چې بایډن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په تلیفوني اړیکه کې د سویډن هیله څرګنده کړه چې ژر تر ژره په ناټو کې شامل شي.

sdi/wd (AP, dpa, رویټرز)