1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشورتي لویې جرګې يو شمير غړي په کرونا اخته دي

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د مشورتي لويې جرګې د يو شمیر غړو د کرونا تیستونه مثبت ثابت شوي دي. افغان حکومت د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو په تړاو چې وايي د آزادولو صلاحيت يې نه لري، دغه جرګه کابل ته رابللې ده.

https://p.dw.com/p/3gegX
Afghanistan Loya Jirga in Kabul
انځور: AFP/STR

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يوه ویاند نورالله تره کی وايي چې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو څخه د ۱۷ تنو د کرونا تيستونه مثبت دي.

تره کي د شنبې په ورځ (د اګست ۸مه) رسنيو ته وويل د عامې روغتيا وزارت د مشورتي لويې جرګې تر جوړيدو مخکې، دغه وزارت دوه ځله د جرګې مسئولانو ته مکتوبونه واستول تر څو د جرګې هر ګډونوال په جرګه کې تر ګډون څخه ۲۴ ساعته مخکې خپل د کرونا تيستونه ترسره کړي.

تره کي زياته کړه: «يو شمیر ميلمانه ناوخته رسیدلي وو، له همدې امله موږ تر اوسه د ۳۶۲۰ تنو ګډونوالو د کرونا تيستونه ترسره کړي چې په دې ډله کې د ۱۷ تنو تيستونه مثبت دي.»

د هغه په خبره، دغو ۱۷ کسانو په جرګه کې ګډون نه دی کړی او د دوی د پرسونل له خوا روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

د لويې جرګې جريان او د کارې کمېټو غوښتنه

هغه وويل د عامې روغتيا وزارت له خوا اوس هم لټون ادامه لري تر څو په جرګه کې نور هغه کسان چې په کرونا ويروس اخته دي، پيدا کړي.

د طالبانو او امريکا تر منځ په دوحه کې د شوي تړون پر اساس، افغان حکومت بايد ۵۰۰۰ طالب بنديان او طالبان هم د هغو په بدل کې له خپلو زندانونو څخه د حکومتي ځواکونو ۱۰۰۰ تنه بنديان آزاد کړي، تر څو بين الافغاني خبرو ته لاره هواره شوې وي. د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت وايي په طالب بنديانو کې ۴۰۰ تنه چې د درنو جرمونو مرتکبان دي، حکومت يې د آزادولو صلاحيت نه لري، او د دې لپاره يې دغه جرګه رابللې ده. دغه مشورتي لويه جرګه نن د دوهمې ورځ له پاره په پلازمينه کابل کې ادامه لري.

م. ک.ص/م.ن.ص.