1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويې جرګې جريان او د کارې کمېټو غوښتنه

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

د مشورتې لویې جرګې ډيری کاري کمېټو د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو شرطونه هم لري. دغه شرطونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3gePI
Afghanistan Loya Jirga in Kabul
انځور: DW/G. Adeli

افغان سولې بهیر کې د شاوخوا ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په موخه د رابلل شوې مشورتې لویې جرګې په دویمه ورځ کاري کمېټې جرګې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.

پر دایمي اوربند ټینګار

د ډيری کاري کمیټو په راپورونو کې ګډ ټکی دا دی چې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ زندانیانو له خوشې کولو سره موافق دي، خو په دې شرط چې طالبان عمومي اوربند ومني.

د دې جرګې د ۳۰ مې کمیټې مشرې سهیلا وردګ د خپل رپوټ وړاندې کولو پرمهال ځینې نور شرطونه هم وړاندې کړل:

«افغان سولې لپاره باید د سیمي هېوادونو لکه پاکستان او ایران څخه ټینګ ضمانتونه واخېستل شي. امریکا او ناټو باید له طالبانو سره د شویو مذاکراتو مالومات او جزئیات شریک کړي، د دایمي سولې لپاره نړېوال ضمانتونه هم باید وي. په دې برخه کې د امریکا ضمانت ترټولو مهم دی.»

Afghanistan Große Ratsversammlung in Kabul
د کاري کمیټو په رپوټونو کې یو ستر ټکی دا هم و چې خوشې شوي طالبان باید بیا د جګړې ډګر ته ونه ګرځيانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

آغلې وردګ زیاته کړه چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو سره یې د همغږۍ مهم شرط دا هم دی چې طالبان باید د اوربند ضمانت په لیکنې بڼه ورکړي.

د کاري کمیټو په رپوټونو کې یو ستر ټکی دا هم و چې خوشې شوي طالبان باید بیا د جګړې ډګر ته ونه ګرځي.

د تیرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو برخلیک

د مشورتې لویې جرګې په ډیری کمیټو کې د ولسواک نظام په خوندیتوب ټینګار شوی.

د پنځمې کمېټې یوې غړې ماریه توتاخیل دویچه ویله ته په دې اړه وویل:

«زمونږ د کمیټې راپور دا و چې اوسني وضعیت کې پاتې کیدل نه غواړوږ سوله د حل لاره ده خو د شلو کالو لاسته راوړنو د خونديتوب سره په هیڅ لاسته راوړنو معامله د منلو نه ده.»

د کاري کمیټو په راپورونو کې یو مهم ټکی دا هم ؤ چې د طالب زندانیانو بشپړ نوملړ دې د هغوی د تورونو او جرمي قضیو په تفکیک له دوی سره شریک شي.

ډیری کمیټو په دې ټینګار کاوه چې د زنداني شویو طالبانو له منځه بهرني جنګیالي باید په هیڅ ډول خوشې نه شي.

د جرګې غړو له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د دولت ټول اسیران دې خوشې کړي.

د جرګې نظم نن بیا هم ګډوډ شو، ولې؟

د مشورتي لویې جرګې په لومړی ورځ یانې پرون جمعه هغه مهال ګډوډي رامنځته شوه، کله چې د دې جرګې یوې غړې بلقیس روشن د ولسمشر غني د وینا پرمهال د اعتراض په بڼه غږ پورته کړ چې «طالبانو ته باج مه ورکوی!»

Afghanistan Loya Jirga in Kabul
لويه مشورتي جرګه د اګست په اوومه د افغان ولسمشر او نورو چارواکو په شتون کې تر سره شوهانځور: DW/G. Adeli

په ټولیزو رسنیو کې د دغه اعتراض له امله د جرګې له تالاره هغه ویډیو لاس په لاس کیږي چې آغلې روشن په تاوتریخوالي سره ایستل کیږي او ان یوه میرمن یې په ځمکه راغورځوي.

د جرګې د نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۸مه) غونډه هم وروسته له هغې ګډوډه شوه، کله چې د ۳۰ مې کمیټې مشرې سهیلا وردګ له آغلې روشن سره شوی چلند وغانده.

نوموړې وویل، له بلقیس روشن څخه باید رسما بخښنه وغوښتل شي، خو ددې جرګې ځینو غړو غبرګون وښود او د بلقیش روشن کړنه یې د جرګې او ولسمشر سپکاوی باله.

دغه راز، دغو غړو د طالب زندانیانو خوشې کېدو سره مخالفت هم د سولې پر وړاندې خنډ جوړول یاد کړ.

په پای کې د جرګې مشر عبدالله عبدالله وویل، له بلقیش روشن سره باید داسې چلند نه وی شوی او ډاډ یې ورکړ چې موضوع به تعقیبیږي.

مشورتي لویه جرګه به د ورځې ترپایه دوام وکړي او په پام کې ده چې د دغو کاري رپوټونو غورچاڼ به سبا یکشنبې د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې حکومت سره شریک او اعلان شي.

اسماعیل شاکر – کابل

د مشورتي لويې جرګې څو انځورنه: