1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مراکش د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۲۰۰۰ لوړ شوی

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

مراکش کې د زلزلې د قربانیانو شمیر په پرله پسې ډول لوړیږي. تر اوسه پورې له ۲ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند بایللی او په زرونو نور ټپیان دي. ژغورونکې عمله اوس هم نه ده بریالۍ شوې ځینو زلزله ځپلو ځایونو ته لاس رسی پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/4W9cU
Marokko | Hunderte Tote bei schwerem Erdbeben
انځور: Saouri Aissa/Xinhua/IMAGO

مراکش د تیرې یوې پیړۍ تر ټولو شدیده زلزله تجربه کوي؛ هغه زلزله چې د وروستیو رپوټونو په حواله د مړو شمیر یي له ۲۰۰۰ تیری کړی دی.

د رسنیو د یو شمیر رپوټونو په حواله مرستندویان تر اوسه نه دي توانیدلي چې یو شمیر زلزله ځپلو ځایونو او سیمو ته لاس رسی پيدا کړي، له همدې امله اټکل کیږي چې د قربانیانو شمیر به نور هم لوړ شي.

د مراکش دولتي تلویزون د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په نقل رپوټ ورکړی دی چې د دې شدیدې زلزلې په پایله کې تر ۲۰۰۰ ډیر انسانان ټپیان شوي هم دي او ډیر شمیر ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.

ویل کیږي چې د اطلس غرونو په لړۍ او همدا رنگه د مراکش تاریخي ښار سیمې ډیرې زیانمنې شوې او ځینې ساختمانونه په بشپړ ډول لمنځه تللي دي. همدارنگه یو شمیرتاریخي بناوو او کلتوري تاریخي آثارو ته ډیر زیان رسیدلی دی.

Erdbeben in Marokko
د زلزله ځپلي سیمو ډیر شمیر اوسیدونکو تر شنه آسمان لاندې شپه تیره کړهانځور: Hannah McKay/Reuters

د مراکش شاهي ماڼۍ په دغه هیواد کې دری ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي دي چې وسله وال ځواکونه او مرستندویان د پاکو اوبو، خوراکي توکو او موقتي سرپناو د برابرولو له پاره سیمې ته استول شوي دي.

د المان، فرانسې، اسرائیل، هسپانیې او ترکیې په گډون د نړۍ یو شمیر هیوادونو مراکش ته د مرستو استولو له پاره خپل تیاری ښودلی دی.

الجزایر چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې له مراکش سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري اعلان کړی دی چې خپل هوایي قلمرو د بشردوستانه او طبي مرستو رسولو له پاره د مراکش پر مخ پرانیزي.

د مراکش شدیده زلزله چې د امریکا د زلزلې د څارنې ادارې (USGS) د اعلان مطابق یې شدت ۶،۸ درجې ته رسیده، د جمعې په شپه (د سپټمبر میاشتې په ۸ نیټه) د مراکش ښار په سویل لویدیځ ۷۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوه.

Erdbeben in Marokko
ډیر شمیر ودانۍ په شدید ډول ویجاړې شوي ديانځور: Mosa'ab Elshamy/AP/dp

د المان په پوتسدام کې د زلزلې د څار موسسې هلمهولتز حتی د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۶،۹ درجې ثبت کړی دی.

په مراکش کې د جیو فیزیک د ملي ادارې د یوې څانگې مشر ناصر جبور، په وینا د زلزلې ټکانونه تر ۴۰۰ کیلومترۍ پورې احساس شوي وو.

د زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۸،۵ کیلومتره ژوروالي کې اټکل شوی، هغه عمق چې د ډیر شمیر کارپوهانو د ارزونې په اساس ډیر خطرناک دی. تر هغې وروسته د ۴،۹ درجې په شدت یوه بله زلزله هم ثبت شوې ده.

Marokko | Hunderte Tote bei schwerem Erdbeben
د ژغورنې د عملیاتو لړۍ روانه دهانځور: Fadel Senna|AFP

دا په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو خطرناکه زلزله وه چې په مراکش کې رامنځته شوې ده. د العربیه تلویزوني شبکې د رپوټ پر بنسټ په ۱۹۶۰م کال کې آگادیر ته نږدې د ریشتر په مقیاس د ۵،۸ درجې زلزله رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې تر ۱۲۰۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص