1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران لويديځ د ۴،۵ په شدت يوې زلزلې لړزولی دی

۱۴۰۲ خرداد ۱۴, یکشنبه

د ريشتر په مقياس د ۴،۵ په شدت يوې زلزلې د ايران لويديځ لړزولی دی. دغه زلزله د ايرنا دولتي خبري اژانس او د تهران پوهنتون د جيو فزيک څانګې په حواله کرمانشاه ښار ته څېرمه د عراق له پولې سره شوې.

https://p.dw.com/p/4SAkf
د آرشیف انځور
د آرشیف انځور انځور: Soheil Faraji/ISNA/WANA/via REUTERS

د امريکا متحده آيالاتو د زلزلو د څارنې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې د ايران دغه تازه زلزله د ځمکې تر سطحې لس کيومتره لاندې او د ريشتر په مقياس د ۴،۵ په کچې سره رامنځ ته شوې ده. د تلفاتو او اوښتو زيانونو په اړه راپورونه تر اوسه پورې په لاس کې نه شته.

په تېرو مياشتو کې د ايران په شمال لويديځ کې د ترکيې له پولې سره هم زلزلو زيانونه اړولي ول چې په سوونو کسانو ته ټپونه پکې اوښتي ول.

په دغه سيمه کې تل زلزلې پېښيږي ځکه چې عربي، هندي او اوراسيايي ځمکنۍ تختې همدلته سره مخامخيږي او يو په بلې پورې لګيږي.