1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسته کول سم کار دی، خو اسلام دې ولې قبول کړ؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

په کینیا کې یوه ایټالوۍ رضاکاره تر ۱۸ میاشتیني اختطاف وروسته اوس بیرته ایټالیا ته رسیدلې ده. هغې د بند په دې موده کې په خپله خوښه اسلام منلی دی. په ایټالیا کې د دغې میرمنې مسلمانیدل اوس په یوه توده موضوع بدله شوې ده.

https://p.dw.com/p/3dGAR
Italien | Silvia Romano ist zurück in Rom nach dem Sie in Kenia Opfer von Kindapping wurde
انځور: Reuters/Italian Ministry of Foreign Affairs

په کینیا کې تر تښتول کیدو وروسته، ایټالوۍ سیلویا رومانو د بند په ۱۸ میاشتینۍ موده کې په خپله خوښه د اسلام دین منلی دی. وروسته له هغې چې دغه ایټالوۍ رضاکاره میرمن تر آزادیدو وروسته ایټالیا ته ستنه شوې، هغه له تند غبرګونو سره مخامخ شوه او د دین د بدلولو له کبله یې پراخ انتقادونه ترلاسه کړل.

رومانو د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې د کینیا په شمال شرقي سیمه کې د سومالیايي وسلوالې الشباب ډلې له لوري وتښتول شوه. هغې هغه مهال د یوې ایټالیوۍ خیریه سازمان له پاره کار کوو. د معلوماتو له مخې، دغه خیریه سازمان د کینیا په چکاما سیمه کې د یتیمانو د یوې ادارې سرپرستې پر غاړه درلوده.

په ۲۰۱۸م کال کې هغه وخت چې رومانو په کینیا کې وتښتول شوه، په ایټالیا کې یې تاوده بحثونه را وپارول. د دغه هیواد ښي اړخو سیاستوالو بیا ویل چې کینیا ته د رومانو د تګ اړتیا نه وه. د ایټالیا مخکښیو ښي اړخو سیاستوالو ان دا پوښتنه مطرح کړې وه چې په ایټالیا کې له خلکو سره د مرستې پر ځای هغه ولې کینیا ته د خلکو د مرستو له پاره تللې وه؟

په ایټالیا کې یو شمیر سیاستوالو ان ادعا کړې وه چې هغې ځان ته د خلکو د پام د اړولو له پاره په دغه اقدام لاس پورې کړی دی. دغه راز بحثونو د څو ورځو له پاره په ایټالیا کې تاوده وو خو د وخت په تیریدو سره دغه موضوع د خلکو له پامه ولویده.

تر یوه اوږده ځنډ وروسته، تیره میاشت هغه مهال چې د رومانو د آزادیدو ترڅنګ د رومانو د مسلمان کیدلو خبرونه خپاره شول، هغه یو ځل بیا په ایټالیا کې له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

له اسلام سره په کرکه کې زیاتوالی

د روان میلادي کال د مې میاشتې پر نهمه نیته، د ایټالیا لومړي وزیر په یوه ټویټري پیغام کې د رومانو د آزادیدو خبر ورکړ او ګڼ شمیر ایټالویانو د دغه خبر هرکلی وکړ. خو د هرکلي ترڅنګ، خلک پر دې هم خبر شول چې رومانو د بند په دغه موده کې په خپله خوښه د اسلام دین منلی دی او اوس مسلمانه شوې ده. تر دغه خبر وروسته، د هغې د آزادیدو جشن او خوښیو بل رنګ غوره کړ او په ایټالیا کې یو ځل بیا بحثونه تازه شول. دوی د رومانو له لوري د اسلام منل داسې تشبیه کړل لکه یو څوک چې د یهوادونو د ځورونې له مرکز څخه تر آزادیدو وروسته، د نازیانو جامې په تن کړي.

په ایټالیا کې ګڼ شمیر ښي اړخو سیاستوالو د رومانو د مسلمان کیدو موضوع له اسلام سره د کرکې د خپرولو له پاره د یوه غوره فرصت په توګه استفاده کړه. ایټالیوي سیاستوال او د دغه هیواد کورنیو چارو پخواني وزیر ماتیو سالویني، دغه موضوع ته د مدنیتونو د ټکر د نوم د ورکړې سربیره وویل چې اسلامپاله ترهګرو د اسلامي حجاب او د مذهب د بدلون پرمټ، دغه فرهنګي جګړه ګټلې ده.

په عین وخت کې یو شمیر ایټالوي فیمنستان هم د رومانو پر جامو باندې انتقاد کوي. په ایټالیا کې د ښځو مدافعه یا فمینسته نادیه ریوا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو چې «د کثافاتو په یوه شین رنګه کڅوړه کې خندا کوونکي میرمن.» هغې د رومانو کالي د نارینه وو د بري د یوې نخښې په توګه یاد کړي دي. خو د انتقادونو سربیره، ګڼ شمیر نورو ښځینه فعالینو بیا د هغې ننګه کړې او ځانونه یې د نادیه ریوا له جنجالي څرګندونو لیرې وساتل.

په ایټالیا کې چپ اړخي او لیبرالان بیا پر رومانو باندې د انتقادونو له لړۍ خوښ نه دي او د رومانو ملاتړ یې اعلان کړی دی. دغې ډلې ایټالیا ته د رومانو پر بیرته ستنیدو خوښي څرګنده کړې. دوی بیا د رومانو په هکله بل دریځ لري او هغه دا چې رومانو څرنګه په ايټالیا کې خپل آرام ژوند ترک کړ او د کینیا په څیر په یوه بې وزله هیواد کې یې له یتیمانو سره مرستې ته لستوڼي بډ وهل. د لیبرالانو یا آزاد فکر لرونکو اړوند په ګڼ شمیر ورځپاڼو کې داسې انځورونه خپاره شول چې پکې رومانو په افریقا کې لیدل کيږي چې له بې وزله ماشومانو سره مرسته کوي.

رویترز، اې. اف. پي