1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويې څارنوالۍ پر لغوه د افغان څارنوالانو د ټولنې غبرگون

۱۴۰۲ تیر ۳۱, شنبه

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د لویې څارنوالۍ لغوه کول په کلکه غندلي دي. په وينا یې په دې کار سره د لویې څارنوالۍ په زرونو کارکوونکي بې برخلیکه شوي.

https://p.dw.com/p/4UFy9
آرشیف: د افغانستان د لوېې څارنوالۍ د دوانۍ انځور
آرشیف: د افغانستان د لوېې څارنوالۍ د دوانۍ انځورانځور: Pressestelle der Generalstaatsanwaltschaft

د څارنوالانو د ټولنې په هغه اعلامیه کې چې دویچه ویله ته رسېدلې، راغلي چې د لویې څارنوالۍ اداره د افغانستان په عدلي او قضايي نظام کې یوه خپلواکه او بې پرې اداره وه، چې په ۱۹۲۱ م کال کې د شاه امان الله خان د سلطنت په دوره کې رامنځته شوې وه.

اعلامیه زیاتوي: »د افغانستان د لویې څارنوالۍ اداره د طالبانو د مشرتابه په حکم لغوه شوی او تشکیل یې په یوه کوچني دفتر بدل شوی دی.«

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د دې اعلامیې په یوه برخه کې ویلي، چې د لويې څارنوالۍ په لغوه کېدو سره د دې ادارې د ملکي او نظامي څانګو ټولو کارکوونکو خپلې دندي له لاسه ورکړي او د دې ادارې د څه باندې څلور زره مسلکي، اداري او خدماتي کارکوونکو د دندو د لاسه ورکول »هغه ستره جفا ده چې د هیواد د دې بې دفاع او متخصصو کادرونو سره د طالبانو له خوا ترسره شوې.«

طالبانو لویه څارنوالي لغوه کړې؟

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د رهبرۍ له خوا د  فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ولایتي څانګو ته استول شوی راغلي چې د افغانستان لویه څارنوالي د » فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت « په لوی ریاست بدله شوې او په تشکیلاتي جوړښت کې یې عمومي بدلونونه راغلي دي.

دغه مکتوب چې د افغانستان د څارنوالانو د ټولنې له خوا دویچه ویله ته رسېدلی، ویل شوې چې د لويې څارنوالۍ د ملکي او نظامي کارکوونکو دندې ځنډول شوي او د طالبانو د کابینې د منصوبې سره سم دوی له هېڅ ډول مادي امتیازاتو څخه برخمن نه دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د افغانستان د لويې څارنوالۍ یو شمېر پخواني کارکوونکي وايي چې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په ګډون یو زیات شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ یوې پخوانۍ کارکوونکي کیمیا حسیني وویل:»د لويې څارنوالۍ لغوه کیدل په افغانستان کې د قانون د لغوه کیدو او د احکامو د نه پلي کیدو په مانا ده. خو له بده مرغه چې د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو سازمانونه د افغانستان د لويې څارنوالۍ د لغوه کیدو او د څارنوالانو د وضعیت په اړه چپه خوله پاتې دي، چې دا کار بیا د افغانستان عدلي او قضايي نظام ته زیان رسوي.«

حکومت: لویه څارنوالي دې په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې وڅیړي

همدا راز د افغانستان د لويې څارنوالۍ یو بل کار کوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي دويچه ويله ته وويل: »د طالبانو په راتګ سره د لويې څارنوالۍ له کارکوونکو څخه یواځې شل په سلو کې پاتې وه چې اوس د دې ادارې په لغوه کیدو سره یادو کسانو هم خپلې دندي له لاسه ورکړې او په بې برخلیکه وضعیت کي واقع شول.«

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د تیر حکومت یوشمیر څارنوالان وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې سخت ژوند درلود، چې يو شمېر يې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ايران او پاکستان ته کډوال شول.

یو څارنوال چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته کډوال شوی وايي: «زه ډیر اندیښمن یم چې د افغانستان لویه څارنوالي منحل شوې. موږ څارنوالان له سترو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ یو، هم د طالبانو له لخوا او هم د هغه مجریمینو لخوا چې د طالبانو په لاس له زندانونو آزاد شول تر تعیقیب لاندي یوو.«
دویچه ویله هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم را واخلي، خو له پرله پسې تماسونو سره سره ونه توانیدله.

د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۶ څارنوالان شکنجه او وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰۰ مسلکي او تجربه لرونکي څارنوالان چې ډېری یې ښځې دي له دندو ګوښه شوي دي.