1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو لویه څارنوالي لغوه کړې؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

د راپورونو له مخي د طالبانو حکومت ويلي دي چې د چارو د غوره سمبالښت له پاره دا پریکړه شوې، خو په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي. منتقدین وايي، طالبان په دې پریکړې سره صحرايي محکمو ته لار هواروي.

https://p.dw.com/p/4U7yM
آرشیف انځور: د افغانستان لویه څارنوالي
آرشیف انځور: د افغانستان لویه څارنواليانځور: Pressestelle der Generalstaatsanwaltschaft

په ټولیزو شبکو کې د یوه لاس په لاس شوي مکتوب له مخې، د طالبانو حکومت د «افغانستان لویه څارنوالي»، «د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت په لوی ریاست» اړولې.

د دغه مکتوب له مخې، د لویي څارنوالۍ د تشکیلاتو اړولو پریکړه د طالبانو د مشر مولوي هيبت الله اخوندزاده د یوه شفاهي حکم له مخې شوې ده.

هڅه مو وکړه چې د دې پریکړې په اړه ډېر جزیات د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتو، هغه زموږ پوښتنې ته ځواب را نه کړ، خو ځايي رسنیو ته یې ویلي دي چې د لویې څارنوالۍ ځینې صلاحیتونه د استخباراتو او محکمو په څېر پر ځینو ادارو وېشل شوي. د هغه په خبره په دې سره د بیروکراسی مخه نېول کیږي.

صحرايي محکمو ته د مشروعیت ورکولو هڅه

د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو یوشمېر پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو د طالبانو پردې پریکړې تونده نېوکه کړې.

په لندن کې د ښځينه څارنوالانو د حقونو فعالې مرضیه بابکرخیل دویچه ویله ته وویل، دا د افغانستان خلکو او قضايي سیستم ته زیانمنونکې پریکړه ده: «دوی غواړي د عدلي او قضايي سیستم په له منځه وړلو سره صحرايي وژنو او صحرايي پریکړو ته اقدام وکړي.»

دغه پخوانۍ قاضۍ زیاتوي چې کله طالبان واک ته راغلل ټولې ښځېنه څارنوالانې یې له دندو ليرې کړي، خو د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې ښځینه قاضیانې د عالي شورا تر کچې رسیدلي.

د اغلې بابکرخیل په وینا د طالبانو د لویي څارنوالۍ تشکیلات ړنګول له قانوني چوکاټه د وتلو یو بل ستر ګام دی.

پخوانیو تشکیلاتو ته ورګرځېدل

یوشمېر حقوقپوهان وايي، طالبان په ډېرو برخو کې د خپل واکمنۍ لومړۍ دورې تشکیلاتو ته ترجیح ورکړې او په ډېرو برخو کې یې اخېستل شوي ګامونه په همدې معنی دي.

حقوقپوه عبدالستار سعادت دویچه ویله ته وویل: «په تېر ځل کې لویه څارنوالۍ حذف نه شوه، تېر ځل یې استقلال له منځه ولاړ او عدليي وزارت پورې مربوط شوه او دا ځل د څارنوالۍ ادارې عنوان بیخي بدل شو یواځې د امیر د فرامینو د تطبیق او د تنفیذ اداره ترې جوړه شوې.»

اړوند مطالب:مدافع وکيلان؛ له فعاليت تر پټ ژونده پورې

سره له دې چې طالبانو د خپلې پریکړې په اړه ډېر دلایل نه دي وړاندې کړي، خو په پخواني جمهوري نظام کې لویه څارنوالي په ستر فساد کې ښکېل بنسټ بلل کېده.

ښاغلي سعادت وویل، پخواني حکومت کې لویه څارنوالي پرځای د دې چې د عدالت په تطبیق کې یې نقش لرلی وای، په خپله د عدالت د نقض پر یو ادرس بدله شوې وه: «نهادونه باید د ریفورم او اصلاحاتو خواته لاړ شي، اسناد پکې اصلاح شي، د اشخاصو تغیر او تبدیل او په تشکیلاتو کې اصلاحات دي د اداراتو لغوه کول د حل لاره نه ده.»

سعادت وویل، افغانستان له پيله چې د کوم عدلي او قضايي نظام تابع دی، په هغه کې څارنوال د یوې عدلي محکمېاساسي رکن دی.

د سلهاوو څارنوالانو او کارکوونکو وزګارېدل

سره له دې چې په لویه څارنوالۍ کې د شته څارنوالانو او کارکوونکو کره شمېرې نشته خو په دغه بنسټ او ورپورې تړلو ولایتي ادارو کې سلهاوو څارنوالان او کارکوونکی په دندو بوخت دي.

اړوند مطالب:د طالبانو په واکمنۍ کې د څارنوالانو ستونزمن ژوند

سره له دې چې طالبان وايي دغه کسان په همدې اداره یعني «د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست» کې پر خپلو دندو پاتیږي، خو ویره داده چې یو لوی شمېر به یې وزګار شي.

سعادت وویل: «دا تشکیل به دومره پراخ پاتې نه شي، سږ کال که دا تشکیلات جوړ شي راتلونکې کال ته به دا تعدیلیږي، دا به کمیږي نو خامخا به خلک وزګاریږي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

طالبان وايي، د لویې څارنوالۍ پرځای رامنځته شوې د نوې ادارې جوړښتونه ولایتونو ته هم غځول کیږي.