1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د لغمان په يوې ولسوالۍ کي اوربند او بلي د سقوط خبره

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

د لغمان ولایت په يوې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو په منځګړیتوب حکومت او طالبانو اوربند کړی دی، خو ويل شوي چې يوې بلي ولسوالۍ بيا سقوط کړی او د يوې بلي بيا شپږ پوستې نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3tfWj
Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
انځور: Reuters/Parwiz

د لغمان ولايت د الينگار ولسوالۍ د قومي مشرانو په منځگړيتوب حکومت او طالبانو د يوې مياشتي له پاره اوربند کړی دی. دوی د غنمو فصل پخېدو او د ښوونځیو کلنۍ ازموینې ته په کتو سره يې وپتېيله چې دواړو لوریو ته د جرګې په شکل ورشي او د ډزبند غوښتنه ترې وکړي.

د الینګار یو قومي مشر او د دغې جرګې ګډونوال نبي سرور وايي له کوچني اختر وروسته یې د دواړو لوریو تر منځ جرګې پیل کړې وې، چې بالاخره د غوايي یا ثور میاشتې پر ۲۷ نېټه وتوانېدل دواړه غاړې په اوربند راضي کړي.

د جرګه والو د پرېکړو له مخې دواړه لوري د جوزا میاشتې تر وروستۍ نېټې په یادې ولسوالۍ کې پر یو بل هېڅ ډول عملیات، هوايي او ځمکني بریدونه نه شي کولی او دغه راز، دواړه غاړي یو د بل ساحو ته هم نه شي ورتللی.

د الينگار يو قومي مشر حاجي میرولي چې څه موده مخکي يې پر کور د هاوان مرمۍ لگېدلو له کبله يوه خورزه ووژله شوه، د طالبانو او حکومت په دې پريکړې ډېر خوشحاله دی: «په الینګار کې له سختو جګړو وروسته چې ډېرو ولسي وګړیو ته پکې زیان اوښتی او ډېر کورونه پکې تخریب شوي، له دواړو غاړو مننه کوي چې د ولسي وګړیو دې غوښتني ته یې مثبت ځواب ورکړی دی.»

د لغمان د الینګار یو بل اوسېدونکی جابر خوښ دی، چې لږ تر لږه به یې یوه میاشت په ولسوالۍ کې جګړې او د ناامنیو پېښې نه وي: «په یوه ولسوالي کې چې په ولسي جرګې سوله راتلی شي، په ټول هيواد کې هم شونې ده؛ خو پاک نیت او اراده غواړي.»

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي دویچه وله ته ومنله چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې حکومت او طالبانو د قومي مشرانو او ولسي وګړیو په منځګړیتوب د یوې میاشتې له پاره اوربند کړی دی.

د هغې هوکړې يوه کاپي چې له مخې یې په الینګار کې د یوې میاشتې له پاره اوربند شوی دی، حکومت، طالب استازو او جرګه والو لاسلیکونه پرې کړي دي، قومي مشرانو په سيمه کي د دویچه ويله خبريال په اختيار کې ورکړې ده.

د لغمان د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رئیس انجینر شاکرالله شاکر ويلي دي چې په تېره یوه میاشت کې له الیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو شاوخوا شپږ سوه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي، چې ډېر یې له الینګار څخه کډوالې شوي دي.

په لغمان کي جگړې

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ويله ته وویل چې همدا نن سهار (۲۰۲۱م کال د می ۲۰) د دغه ولايت دولت شاه ولسوالي سقوط شوې ده او په الیشنګ کې بیا له تېرو دوو ورځو راهیسې شپږ پوستې سقوط شوي دي. خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی بيا وايي چې حکومتي ځواکونو له دولت شاه ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی او همدا نن هم یادې ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف عملیات روان دي.

په تېره روژې میاشت کې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې تر لسو ډېرې پوستې له کومې مرګ ژوبلې پرته طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد دویچه ويله ته وویل چې نن سهار پر دولت شاه ولسوالۍ د دوی کسانو ولکه کړې، چې د موټرو په ګډون یې یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.

امید دیدار، ننګرهار