لغمان: د دولت شاه ولسوال په یوې چاودنې کې وژل شوی
۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبهد لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي دويچه ويله ته وويل چي د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د پولیسو پر هاموی موټر د سړک غاړې ماین چاودلی چې د دغې ولسوالۍ ولسوال په ګډون پکې درې کسان وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.
هغه وويل چې دغه پېښه د دولت شاه ولسوالۍ په انداکوري سیمه کې شوې: »ولسوال سید شریف پاچا د پولیسو په نظامي موټر کې وو، چې چاودنه پرې شوې ده.«
ویل شوي، د مرګ، ژوبلې دا شمېرې وروستۍ نه دي.
د دولت شاه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته وویل، پر ولسوال هغه مهال د سړک غاړې ماین چاودلی، چې کله یې انداکوري سیمه کې د موټرو تبادله کوله.
تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.
دا چاودنه داسې حال کې شوې، چې همدا تېره ورځ د لغمان د ولایتي شورا پر رئیس او وړمه ورځ د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان موټربم برید او چاودنې شوې وې.