1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قونسلګریو تړل؛ مسکو آلمان ته د مناسب ځواب ګواښ وکړ

۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د آلمان حکومت پریکړه کړې ده چې د روسیې له پنځو قونسلګریو څخه څلور یې وتړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دې "غیر دوستانه عمل" ته به مناسب ځواب ورکړي ویل کیږي چې په بن ښار کې د روسیې قونسلګري خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/4S38z
آرشیف: په آلمان کي د روسېې د سفارت ودانۍ انځور
آرشیف: په آلمان کي د روسېې د سفارت ودانۍ انځورانځور: Petrov Sergey/Russian Look/IMAGO

په جرمني کې د روسیې د څلورو قونسلګریو د تړلو د پرېکړې په غبرګون کې مسکو برلین ته د مناسب اقدام ګواښ وکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، «دا باید داسې ونه انګیرل شي چې دا ناسنجیده تحرکات به له متناسب غبرګون پرته پاتې کیږي.»

په دغه بیانیه کې پر دې خبرې ټینګار شوی چې په آلمان کې د روسیې د قونسلګرۍ د شتون کمول د دواړو هیوادونو د اړیکو د خرابولو په هدف یو اقدام ګڼل کیږی: «برلین به په دغه دښمنانه سیاست کې ګمراه شي او د دوه اړخیزو اړیکو د خړ پړتیا بشپړ مسئولیت به پر غاړه واخلي».

آلمان د چهارشنبې په ورځ (مې پر ۳۱ ) اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې به د روسیې څلور قونسلګرۍ وتړي او یواځې یوه قونسلګري او د روسیې سفارت به په دغه هيواد کې د فعالیت اجازه ولري. د دې پریکړي د غبرګون په بدل کې، مسکو اعلان وکړ چې ډېر آلماني چارواکي به له روسیې څخه ووځي.

مسکو په روسیه کې د آلمان د ډیپلوماتیکو خدماتو او کلتوري مرکزونو د کارکوونکو د شمیر له پاره محدودیتونه ټاکلي او ویلي یې دي چې د جون له لومړۍ نیټې څخه باید د دغه پرسونل ټولټال شمیر ۳۵۰ تنو ته ورسیږي.

میرکل او پوتين: د اختلافاتو حل یوازې د خبرو اترو له لارې ممکن دی

په بن کې د روسیې قونسلګرۍ خپل کار ته دوام ورکوي

روسیه په فرانکفورت، هامبورګ، لايپڅيګ، مونشن او بن کې قونسلګرۍ لري. د جرمني حکومت دا نه ده څرګنده کړې چې له دغو پنځو مرکزونو څخه به کوم یو خپل فعالیت ته دوام ورکړي او په برلین کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا روسیه به په دې اړه پرېکړه وکړي. اوس مسکو وايي چې په بن کې به جنرال قونسلګري خپل کار ته دوام ورکړي.

په عین حال کې، مسکو برلین په غیر دوستانه عمل تورن کړی، کوم چې د تاوتریخوالي د زیاتولو په برخه کي مخکښ وو.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د مسکو پریکړه چې د آلمان د ډیپلوماتیکو او کلتوري پرسونل شمیر ۳۵۰ تنو ته راکم کړي، فدرالي حکومت دې ته اړ کړ چې په کالینینګراد، یکاترین بورګ او نووسیبیرګ کې د دې هیواد قونسلګرۍ وتړي.

کيف باندې د توغنديو بریدونه او پر مسکو باندې د ډرون حمله شوې ده

یوه میاشت وړاندې مسکو تر ۴۰ ډېر الماني ډیپلوماتان شړلي وو.

د روسيې په وروستۍ پرېکړه کې د جرمني د ډيپلوماتانو، استادانو او د ګوته انستيتوت د کارکوونکو په ګډون په سلګونو جرمني کارکوونکي هم شامل دي چې بايد له روسيې څخه ووځي. پر دې اساس پر د دیپلوماتیکو خدماتو سربیره، کلتوري او تعلیمي سکتورونه هم اغیزمن شوي؛ لکه د مسکو الماني ښوونځي او د ګوته کلتوري انستیتیوت.

د ګوته انستیتیوټ په روسیه کې د فعالیت ۳۰ کلنه مخینه لري او په مسکو او سینټ پیټرزبورګ کې ېې د انستیتیوتونو سره همکاري کړې ده. دا اړیکه له ۲۰۰۹م کال راهیسې د نووسیبیرګ کلتوري او تعلیمي مرکزونو سره روانه ده. په دې بهیر کې د ژبو شاوخوا شل ښوونځي او شاوخوا لس زره الماني ښوونکي چې نږدې دوه میلیونه زده کوونکي لري فعال دي.

  پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د روسیې له دولتي ادارو سره د دغو مرکزونو همکاري بنده شوې، خو د ژبې زده کړې او آزموینې دوام لري.