1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

د فرانسې په پارلماني ټاکنو کي د کيڼ اړخو ستره بريا

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

په فرانسه کې کيڼ اړخې «نوي مشهورې جبهې» د ښی اړخي «ملي شورا» په مقابل کې د پارلماني ټاکنو په دويم پړاو کې ستره او حیرانوونکې بريا ترلاسه کړې ده. خو يو اړخ هم قاطع اکثريت نه لري.

https://p.dw.com/p/4i0OW
Parlamentswahl in Frankreich 2024 | Paris | Kundgebung linker Parteien auf der Place de la République
انځور: Lionel Urman/ABACAPRESS/IMAGO

د اټکلونو پر اساس د فرانسې د يکشنبې ورځې (۲۰۲۴م کال د جولای ۷) د ټاکنو په دويم پړاو کې کيڼ اړخه «نوې مشهورې جبهې» يا اين اف پي په نوم ائتلاف د ښی اړخو پر وړاندې حيرانوونکې بريا ترلاسه کړې ده.

دفرانسې د لې مون په نوم ورځپاڼې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو په حواله ليکلي دي چې نوې مشهورې جبهې (ان اف پي) ۱۸۲ څوکۍ ګټلي دي، په داسې حال کې چې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون، منځلاري ائتلاف د ۱۶۸ څوکيو په ترلاسه کولو سره دويم مقام ګټلی دی.

د مارين لوپين ښی اړخه ملي شورا ګوند او متحدينو یې ۱۴۳ څوکۍ ګټلي دي او په دې توګه یې دريم ځای خپل کړی دی.

د فرانسې لومړي وزير ګابریل اتل، وويل اوس به چې کيڼ اړخه ائتلاف یې برياليتوب ترلاسه کړی دی، خپله استعفا‌‌ء وړاندې کړي. خو دا لا معلومه نه ده چې آيا ولسمشر مکرون به هغه ومني او که څنګه.

دا پايلې په څه معنا دي؟

په ټاکنو کې يوه ګوند هم په پارلمان کې دومره څوکۍ نه دي ګټلي دي چې قاطع اکثريت ولري. دا په دې معنا ده چې دغه خونه به پر څو مختلفو سياسي ډلو چې پر بېلا بېلو مسئلو مختلف دريځونه ولري، ويشل شوې وي.

داسې يو پارلمان چې قاطع اکثريت پکې موجود نه وي، کيدای شي د فرانسې سياست د ګډوډۍ ښکار کړي او د نوي لومړي وزير د ټاکلو په اړه مشورې ښايي څو اونۍ دوام پيدا کړي.

مکرون، چې هيڅ محبوبيت نه لري، ښايي د يوه داسې لومړي وزير ترڅنګ کار کولو ته مجبور شي چې د هغه د تګلارو مخالف وي.

د مکرون دفتر ويلي دي چې د نوي حکومت په تړاو د ګام تر پورته کولو مخکې به «انتظار وباسي څو نوې ملي اسامبلي ځان منظم کړي.»

په پام کې ده چې ملي اسامبله به د جولای پر ۱۸مه نېټه خپله لومړۍ بشپړه يعني د ټولو استازو په ګډون غونډه وکړي.

د فرانسې سياسی مشران څه وايي؟

ژان لوک – مالنشون، چې ګوند یې د کيڼ اړخو په نوې مشهورې جبهې يا ان اف پي پورې اړه لري، د ټاکنو نتايج «د هېواد د اکثريت وګړو له پاره ډېر راحت کوونکي» بللې دي.

اوليور فوور، چې سوسيالستي ګوند یې په ان اف پي ائتلاف کې دی، وويل: «موږ بايد پر روښانه اساس هيواد بیرته ورغوو او نوې مشهوره جبهه بايد د هېواد په دې نوي څپرکي کې مخکښ نقش ولري.»

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

فاورو، وويل چې د مکرون پر تګلارو ولاړ » د اپوزيسیون ائتلاف« به رامنځته نه شي.

په اصل کې داسې انتظار کيده چې د ښی اړخه آر ان په نوم ګوند مشر ژوردن باردېلا، به د لومړي وزير څوکۍ ته لومړی انتخاب وي. خو د ګوند د مایوسه کوونکې پايلو له کبله نوموړي ادعا کړه چې «فرانسې د کيڼ اړخو لاسو ته ور اچول شوې ده.»

نوموړي پر مکرورن «د فرانسې د ناڅرګتيا او بې ثبانۍ کندي ته د ور نږدې» کولو تور لګولی دی. لوپېن بيا وويل: «زموږ بريا فقط ځنډول شوې ده.»

په فرانسه کې مخکې له وخته ټاکنې تر هغه وروسته ترسره شوې چې په جون مياشت کې د اروپا پارلمان په ټاکنو کې د ښی اړخه ګوند ډېرې رایې ترلاسه کړې. ښی اړخه ګوند بيا د دې ټاکنو په لومړي پړاو کې هم ډېرې څوکۍ ګټلې وې او همدا وو چې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)