1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې مسلمانانو د فرانسوي توليداتو بايکاټ غندلی دی

۱۳۹۹ آبان ۱۳, سه‌شنبه

په فرانسه کي درو لویو مسجدونو او د مسلمانانو ډیرو اتحادیو د ترهګرۍ او د فرانسوي تولیداتو د بایکاټ کولو په وړاندي غبرګون ښوولی دی. د هغوی په خبره سړی باید په داسې وخت کې له خپل هیواد سره پیوستون ښکاره کړي.

https://p.dw.com/p/3knl4
Frankreich Polizei vor der großen Moschee von Paris
انځور: Ait Adjedjou Karim/Avenir Pictures/picture alliance

په هغه لیکنه چی د پاریس د لویو مسجدونو او په فرانسه کي د مسلمانانو د اتحادیو له خوا لاسلیک سوې، راغلي چي دلته ټول هغه کسان محکومیږي چی له اسلام څخه ناوړه استفاده کوي تر څو نفرت رامنځته کړي. د فرانسوي تولیداتو بایکاټ کول سیاسي لاسوهنه ده او موږ د اسلامي ترهګرۍ د قربانیانو ټولو خپلوانو ته پرته له قید اوشرط څخه خپله غمشریکي او ملاتړ اعلانوو.

د فرانسې مسلمانان اعتراف کوي چي په هیواد کي یې د بیان آزادي موجوده ده. لکه څنګه چي په فرانسه کي ټولي رسنۍ آزادي دي، نو هیڅ کوم سیاسي مشر او یا هم په خپله ولسمشر نه سي کولای چې رسنیو ته ووایي چې یو رسم یا کوم کاریکاتور نشر کړي او یا یې نشر نه کړئ.

فرانسوي زده کوونکي د سامویل پاتی درناوی وکړ

ولسمشر ایمانويل ماکرون د یوه ښوونکي تر وحشیانه قتل وروسته، په دغه هیواد کي د بیان د آزادۍ او د کاریکاتور له خپرولو څخه ملاتړ وکړ. ښوونکي سامویل پاتي، د بیان د آزادۍ په اړه موضوع پر وخت د اسلام د پیغمبر کاریکاتور په صنف کي ښکاره کړ او له همدې کبله د یوه ۱۸ کلن له خوا د سر په پرې کولو سره په قتل ورسید.

له هغه راهیسي په ټوله نړۍ کي بې شمیره مسلمانان د ماکرون او فرانسې پرضد سړکونو ته راووتل. په لسهاوو زره مسلمانانو یوازي په بنګله دیش کي مظاهرې وکړې. او د اندونیزیا په پایتخت جکارتا کي د فرانسې د سفارت مخی ته هم شاوخوا ۴۰۰ کسانو مظاهرې وکړې.

په فرانسه کي د مني تر رخصتۍ وروسته د مکتبونو د پیل په اوله ورځ، څه ناڅه ۱۲ میلیونو زده کوونکو د یوې دقیقي په چوپتیا سره د وژل سوي ښوونکي درناوی وکړ. همدارنګه په آلمان کي هم په هامبورګ، برلین او هیسن ښارونو کي زده کوونکو د ښوونکي پاتي یادون وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب