1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه غواړي د مسجدونو امامان په همدې هېواد کې وروزل شي

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

د بیان د آزادۍ او د اسلام پيغمبر په اړه د فرانسې د ولسمشر اعتراف، د ډیرو مسلمانانو له پاره سخت تمام شوی دی. اوس ماکرون غواړي امامان یې په فرانسه کې وروزل شي او دوی د جمهوريت ارزښتونو ته ژمن وي.

https://p.dw.com/p/3kl4y
Frankreich, Imame setzen Zeichen gegen Terrorismus
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kunigkeit

ګڼ شمیر مسلمانان، په فرانسوۍ طنزي مجله «شارلي ابدو» کې د اسلام د پیغمبر کاريکاتور خپرول، تمسخر بولي او کله چې په لويديځو هیوادونو کې د دوی د دين پر دغه بنسټ ايښودونکی باندې تمسخر کیږي، نو اصلا له هغو سره تفاهم نه لري. خو اوس د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون د دغه هيواد د مسجدونو له امامانو څخه غواړي تر څو د جمهوريت ارزښتونو ته ژمن پاتې شي. ماکرون غواړي، پر ځای د دې چې د فرانسې مسجدونو له پاره امامان له بهر څخه راشي، په خپله فرانسه کې دې د مسلمانانو لا ډير تبليغ کونکي وروزل شي.

اوسمهال په فرانسه کې د امامانو د روزنې له مرکزونو څخه یو يې د دغه هيواد په سويل ختيځ سیمه، د سن-لګر-دو-فوګرت کې واقع دی. یاسر عباس د تختې پر سر لیکي: «د بیان آزادي.» د هغه په خبره، «دغه امر د لومړنيو مقرراتو څخه دی.»

دلته په یوه ټولګي کې اته ځوان نارينه او څلورې ځوانې ښځې حضور لري. دوی د حقوق، سيکولریزم او مدني مشارکت په څير مضمونونو پر زده کړو بوخت دي. دغه درې امرونه هغه اصلي پیغامونه دي، چې د فرانسې له انقلاب څخه دغه هیواد ته په میراث پاتې دي او د فرانسې په ټولو ښوونځيو کې تدريس کيږي.

له موريتانیې جمهوريت څخه، ۳۱ کلن ياسر وایي: «دلته موږ د فرانسې مشخصات (ارزښتونه) زده کوو چې باید د هغو درناوی وشي.» هغه د خپلو خبرو په ادامې وايي چې له دې لارې کیدای شي د افراطيت پر ضد مبارزه وشي.

په فرانسه کې ۲۵۰۰ مسجدونه شتون لري او اوس مهال په دغه هیواد کې شا او خوا ۳۰۰ بهرني امامان ژوند کوي. له دې نه علاوه د هرکال په روژې مياشت کې د قرانکريم شا او خوا ۳۰۰ قاریان دغه هيواد ته راځي. دغه قاريان له ترکيې او يا د مراکش او الجزايز په څير عربي هيوادونو څخه فرانسې ته ورځي. خو د اروپا د ټولنيزو علومو په موسسه (IESH) کې یوازې ۲۰۰ محصلان پر زده کړو بوخت دي. ولسمشر ماکرون غواړي دغه تناسب ته بدلون وکړي: هغه د روان کال په فبروري مياشت کې فرانسې ته د بهرنيو امامانو داخلیدل، له ۲۰۲۴م کال څخه ممنوع اعلان کړل، چې پر وړاندې يې د ترکيې له لورې ډيرې نیوکې له ځانه سره درلودې.

د ياسر له پاره روښانه ده چې د اسلام پيغمبر د کاريکاتور خپرولو مسئله، د بیان آزادۍ په اساس کې شامل ده. ۲۶ کلنه ایمان هم له ياسر سره همغږې ده. هغه وايي: «د یوه کاريکاتور پر سر انسان نه باید پر تاوتريخوالي لاس پورې کړي.» په مراکش کې زيږدلې دغې فرانسوۍ ميرمنې غوښتل د «هر ډول افراطيت د مخنيوي له پاره»، په فرانسه کې د الهیاتو په رشته کې خپل تحصيلات بشپړ کړي.

د اروپا د ټولنیزو علومو موسسه چې په کال ۱۹۹۲ کې تاسيس شوې، تر ۸۵ سلنې پورې خپل مصارف له خپلو منابعو څخه تامینوي. او څرنګه چې د دغې موسسئ مدير ټينګار کوي، دوی ډيری مالي مرستې د فارس خليج سیمې هیوادونو څخه په لاس راوړي. خو پر وینا يې دغه مرستې يوازې ساختماني پروژو له پاره دي او د دغې موسسې په فعالیتونو او روزنيزې محتوا کې د مداخلې او هر ډول ټاکل شوي شرط پرته دي.

د اروپا د ټولنیزو علومو د موسسې مشره، لارابي بچري اطمینان ورکوي او وايي: «موږ سیاست نه کوو.» هغه زیاتوي چې د دغې موسسې نظریه د «UOIF» (د فرانسې د اسلامي سازمانونو اتحاديې سازمان) څخه ظهور کړی دی کوم چې د اخوان المسلمين اړوند دي او سعودي عربستان د «تروريست» سازمان په توګه طبقه بندي کړی دی. بچري زياتوي: «اما دلته اخوان المسلمین وجود نه لري. موږ له خپلو ښوونکو څخه سپارښتنې د يو پيژندل شوي بنسټ څخه مطالبه کوو، لکه مسجد يا يوه ټولنه.»

(AFP) / nk, si ,mks, bs