1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د پارلماني ټاکنو برخلیک ټاکونکی پړاو پیل شو

۱۴۰۳ تیر ۱۷, یکشنبه

په فرانسه کې د ژر پارلماني ټاکنو دویم پړاو پیل شو. دغه ټاکنې کیدای شي د لومړي ځل له پاره له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ښي اړخي ګوند، حکومت جوړیدو ته لاره هواره کړي.

https://p.dw.com/p/4hymg
Frankreich | Wahlen
یوه اونۍ وړاندې په لومړي پړاو کې د رای ورکوونکو شمېر ۶۶،۷ سلنه و. په نن ټاکنو کې هم همدغه شمیر اټکل شوی.انځور: Jean-Francois Badias/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خلکو نن یکشنبه (د جولای ۷مه) د سهار له ۸ بجو څخه د رایو ورکول پیل کړل.د رایو له لومړنیو شمیرنو سره به ماښام ځايي وخت اته بجې لومړنۍ پایلې اعلان شي.د رایو له لومړنیو شمیرنو سره به ماښام ځايي وخت اته بجې لومړنۍ پایلې اعلان شي.

که چیرې د ښي اړخي «ملي ټولنې» ګوند مطلق اکثریتې رایې ونه ګټي، د فرانسې پارلمان به په دریو برخو وویشل شي چې کولی شي حکومت په ټپه ودروي او یو سیاسي بحران سره یې مخ کړي.

دا چې په لومړي پړاو ټاکنو کې چې د جون په ۳۰ مه ترسره شوې ۷۶ استازي پکې وټاکل شول، اوس یوازې د ۵۰۱ حوزو رایه ورکوونکي باید خپله رایه وکاروي.

ټول هغه نوماندان چې په لومړي پړاو کې یې لږ تر لږه ۱۲،۵ سلنه رایې ګټلې وي په دویم پړاو ټاکنو کې د ګډون اجازه لري.

Frankreich | Wahlen
مطلق اکثریت لپاره، له ۵۷۷ څوکیو د ۲۸۹ څوکیو ګټل اړین دي.انځور: Patricia Huchot-Boissier/abaca/picture alliance

د ټاکنو د پایلو ټاکونکی عامل د ټولو رایو ونډه نه، بلکې د ټاکنیزو حوزو شمېر دی. د مطلق اکثریت لپاره، له ۵۷۷ څوکیو د ۲۸۹ څوکیو ګټل اړین دي.

یوه اونۍ وړاندې په لومړي پړاو کې د رای ورکوونکو شمېر ۶۶،۷ سلنه و. په نن ټاکنو کې هم همدغه شمیر اټکل شوی.

دغه راز تیره ورځ د جولای په شپږمه فرانسویانو په کاناډا کې خپلې رایې وکارولې او په همدې ورځ  د فرانسې په یو شمیر سیمو لکه کارایب، په سینټ بارتیلیمي، سین مارتین، ګواډیلوپ، مارتینیک او ګویان سیمو کې هم خلک د رایو صندوقو په لور لاړل.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جون په نهمه د اروپا په انتخاباتو کې د ښي اړخي افراطي ملي اجتماع  ګوند له بریا وروسته د نویو ټاکنوغوښتنه وکړه. که چیرې ښي اړخي له ټاکنو وروسته په پارلمان کې مطلق اکثریت وګټي، مکرون به اړ شي چې د دغه غوند ګوند مشر« جردن باردلا»، د لومړي وزیر په توګه ومني.