1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني اوسېدونکي: تاریخي ودانۍ د نړېدو په حال کې دي

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

د غزني ښاریان وایي چې د دې ولایت تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او که بیارغونه یې ونه شي د یاد ولایت لرغوني ودانۍ او کلاګانې به له منځه ولاړې شي.

https://p.dw.com/p/4HcyJ
Afghanistan Altsatdt von Ghazni
انځور: DW/E. Mahdavi

د غزني په مرکز کې زوړ ښار چې د غزني تاریخي کلا او بالاحصار په کې پراته دي، د دې ولایت له مهمو تاریخي سیمو څخه یادېږي او یادې ودانۍ د غزنویانو امپراتوري له وخته په میراث پاتې دي چې لرغوتیا یې ۳۵۱ بیا تر ۵۸۳ هجری قمری کلونو پورې رسېږي.

خو اوس د غزني ښاریان وایي، یاده کلا چې لرغوني جوماتونه اود هندوانو معبد په ګډون لسګونه برجونه او ودانۍ لري د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د غزني ولایت د زاړه ښار یو تن اوسېدونکې شبانه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ورستیو ورښتونو له کبله د غزني زړې کلا ځینې برخې نړېدلي او که ونه رغول شي نورې برخې یې هم د نړېدو په حال دي.

نومړې وویل: «موږ عملا شاهد یو چې د غزني ولایت بالاحصار چې دغه سیمه د زاړه ښار یا شهر کهنه په نوم هم مشهوره ده، د دې سیمې د بالاحصار ډېری برجونه نړېدلي او اوس هم ورو ورو د نړېدو په حال کې دي.»

یو شمېر ښاریان بیا په دې باور دي چې د یاد ولایت سیمه ایز چارواکي او د تاریخي سیمو نږدې ځایونو کې میشت خلک هم د لرغونو سېمو ساتلو ته ژمن نه دي.

اړوند: طالبانو په غزني کې د ښځو پارک په نظامي مرکز بدل کړی

د غزني ولایت یو تن اوسېدونکی عبدالوهاب په دې اړه وايي چې د غزني زړې کلا کې لسګونه کورنۍ چې له کلونو کلونو هلته میشت دي او ژوند کوي، تاریخي ودانۍ او راچاپېر دیوالونو او برجونو ته زیان رسوي.

هغه وویل: «د خلکو له خوا هم توجه نه ورته کېږي او حکومت هم خاصه توجه ورته نه کوي. په تېر حکومت کې هم ځینې برخې تخریب شوې وې خو خوشبختانه بیارغونه یې کېدل خو فعلا ځينې سیمې ډېرې خرابې شوي دي او د بشپړ نړېدو امکان یې هم شته که ورته په وخت رسېدنه ونه نشي نو د دې امکان شته چې بالاحصار مکمل ونړېږي.» 

 د غزني په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې یوې سرچینې چې نه غوښتل نوم یې په رپوټ کې یاد شي معلومات ورکړل چې د غزني زوړ ښار ۳۶ برجونه درلودل او د تیرو دوو لسیزو جنګونو او د نه پاملرنې له کبله یې شمېر ۱۴ برجونو ته راښکته شو.

د نوموړي په خبره د پاتې ۱۴ برجونو له ډلې اوس د یو شمیر برجونو ځینې برخې نړېدلي او که د بیارغونې چارې ورته پیل نه شي د را روان ژمي په تېرېدو سره به نور برجونه هم په بشپړه توګه ونړېږي.

د غزني ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي عبدالله منصور افغان له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دوی څېړونکي ټیمونه د هغو تاریخي سیمو سروې کړې چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

اړوند: غزني: د لرغونو اثارو او ابداتو د بيارغولو هڅې

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «له وزارت سره د ټولو سیمو د بیارغونې معلومات شریک شوي دي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پلان کې لري چې بېرته دغو تاریخي عباداتو د رغولو چارې پیل کړي. په زاړه ښار کې اوس عملا د حضرت عثمان خلافت پر مهال چې کوم جومات جوړ شوی وو د بیارغونې چارې پیل دي.»

د کارپوهانو په خبره د غزني لرغونې سېمې د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده چې زرګونه کلونو ته یې لرغونتیا رسیږي او باید د ساتلو لپاره یې جدي ګامونه پورته پورته شي چې د طالبانو د حکومت دنده ده ترڅو په معیاري توګه د لرغونو سیمو بیارغونه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی کارکوونکی محمد بشیر محمدي دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو حکومت نه پاملرنه یادې لرغونې سیمې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

اړوند: 

د بهرني کلتورونو د لماځلو په اړه په غزني کي تاوده بحثونه

ښاغلي محمدي په دې اړه وویل: «که د غزني د تاریخي سیمو بیارغونه او ساتنه ونه شي دا یوه فرهنګي فاجعه ده له بده مرغه او طالبان نه شي کولای په معیاري توګه دا سيمې ورغوي. زه له یونسکو او آیسیسکو سازمانونو څخه غواړم ترڅو د غزني د لرغونو سیمو د نړېدو مخنیوی او په دې برخه کې مرسته وکړي.»

په غزني ولایت چې د زاړه ښار تر څنګ له غزنویانو دورې څخه د غزني منارونه، د سلطان مسعود قصر، د سبکتګین، د سلطان محمود، حکیم سنایي، بهلول او نورو شاهي او علمي او عارفو څېرو زیارتونو په ګډون نورې لرغونې سېمې شته چې په تاریخي کتابونو کې یې یادونه شوې ده.

م.ا / خ.ح