1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د لرغونو اثارو او ابداتو د بيارغولو هڅې

۱۴۰۰ دی ۳, جمعه

غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هماهنګۍ د کارپوهانو يوې ډلې د ځینو لرغونو اثارو او ابداتو د بیارغولو او سروي لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/44nbA
Afghanistan Ghazni Provinz | Ausgrabungen
آرشیف انځورانځور: Ebrahim Mahdavi/DW

د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیارغوني ریاست انجینري ټیم د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له لرغونو سېمو څخه لېدنه کړې ده. دوی په دې اړه چې ځيني لرغونې ودانۍ د ژمي په رارسيدو سره د ويجاړيدو له ګواښ سره مخ دي، د خلکو شکایتونه اورېدلي دي.

 دغزني ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند حافظ عمر وایي، له دغه هېئت سره د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د موزیم مدیر هم خپلې ستونزې شريکي کړي دي. دوی همدا راز له ورغلي پلاوي سره د لرغونو سېمو د خراب وضعیت په اړه خبرې کړي او د هغه د بیارغونې غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ويل شوي: »غزني ولایت کې ځینې لرغونې آثار بیارغونې ته اړتیا لري او دغه انجینري ټیم نن د دريو لرغونو ودانیو سروې پیل کړه چې د شریف خان زیارت، د لرغوني ښار جومات او د حکیم سنایي زیارت پکې شامل دي.«

دا لومړی ځل چې د تېر حکومت د تاریخي آثارو انجینري ټیم چې طالبان له دندې نه دې ګوښه کړي او د دوی په غوښتنه غزني ولایت ته د لرغونو آثارو د ترمیم او سروې لپاره مراجعه کوي.

د غزني ولایت خبرپاڼه کې همدا راز زیاته شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیارغونې آمر حسیب الله نسیمي چې د سفر مشري يې کوله، ویلي دي: «غزني ولایت ته د دغه سفر موخه لرغونو سېمو او آبدو ته ځانګړې پاملرنه ده.«

د غزني ولایت مدني فعالانو په دې اړه شکايت لري چې دې ولایت کې د طالبانو حکومت له راتګ سره لرغونو سېمو لپاره د تیر حکومت رغنیزې پروژې درېدلي دي.

دوی وایي: «طالبان باید د لرغونو آثارو د ساتلو لپاره پاملرنه وکړي او د تیر حکومت رغنیزو پروژو ته دوام ورکړي ترڅو د غزني تاریخي هویت ژوندی پاتې شي.»

پر طالبانو نیوکې دي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو لپاره ملایان پر دندو ګمارل شوي چې خپله د لرغونو آثارو ضد مفکورې لري.

غزني چې د افغانستان له لرغونو ولایتونو څخه دی پکې د اسلامي او غیر اسلامي دورې لرغوني آثار پراته دي.  د افغانستان تېر حکومت هم د آلمان په ګډون ځینو نورو هېوادونو د آثارو د بیارغوني او تاریخي سېمو د تثبیت لپاره مرستې او ځیني پروژې په لاره اچولې وې خو د کلنو په تېرېدو سره دغه اثار بیارغوني ته اړتیا لري.

میرویس اسلمي