1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د امریکا اندېښنه

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخواني شارژدافیر د خپل ماموریت په پای کې ښوونځيو ته له شپږم ټولګي د پورته نجونو د نه پرېښودلو او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

https://p.dw.com/p/4EyFw
DW Premium Thumbnail | Afghanistan, Taliban
انځور: Sibylle Licht/DW

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر یان مک کري د یکشنبې)د جولای ۳۱( په ماښام په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای ته رسیدو اعلان وکړ.

هغه اعلان وکړ چې کیرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د سفارت د نوې شارژدافیرې په توګه ټاکل شوې ده.

یان مک کري د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د شارژدافیر په توګه کار پیل کړ.

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د سفارت د نوي شارژدافیر په توګه د کیرن ډیکر د معرفي کولو په ترڅ کې وویل: »د کیرن ډیکر په مشرۍ چې زما ځای ناستې ده، د افغانستان له خلکو سره به زموږ ژمنې کمزورې نه شي.«

کیرن ډیکر اوس مهال د افغانانو د ایستلو او بیا میشتیدنې پروسې د عملیاتي پروګرام د مشرې په توګه کار کوي.

د ۲۰۱۸ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې مېرمن ډیکر په کابل کې د امریکا سفارت د مرستیالې په توګه هم کار کړی دی. هغه د شخړو په حل او د بحران په مدیریت کې تخصص لري.

له هغه وخت راهیسي چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، د افغانستان له پاره د ډېرو هيوادونو سیاسي پلاوي له دوحې څخه فعالیت کوي.

د افغانستان له پاره د امریکا پخواني شارژدافیر لیکلي چې تېر کال یې په دوحه کې له طالبانو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.

 د نوموړي د ټوېټ په یوه برخه کې راغلي دي چې امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی هيواد دی.

هغه زیاته کړه: «د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ راهیسې موږ تر ۷۷۵ میلیونه ډالرو ډېري بشري مرستې کړي دي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو د زیاتوالي په اړه د یوناما اندېښنه

د امریکا متحدو ایالتو دغه دیپلومات ټینګار کړی دی چې امریکا به په افغانستان کې د اقتصادي ثبات د تامین له پاره له خپلو شریکانو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

هغه یو ځل بیا یادونه وکړه چې د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان له خلکو سره د اقتصادي فعالیتونو او حیاتي مرستو د اسانتیا له پاره څو عمومي جوازونه ورکړي دي.

دغه جګپوړي امریکايي ډیپلوماټ د نجونو له پاره د ښوونځیو د تړلو او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «موږ منځنیو ښونځیو ته د نجونو د نه ستنیدو په اړه اندېښمن یو، د بشري حقونو د سرغړونو په اړه باوري راپورونو په تیره بيا د رسنیو د آزادۍ په خرابیدو او د ښځو پر حقونو د نه منلو وړ محدودیتونو له لګولو څخه ډیر خواشیني یو.»

دغه پخواني امریکايي چارواکي ویلي دي چې دوی به له طالبانو د ژمنې پوره کول وغواړي چې له مخې به یې افغانستان د داعش او القاعده شبکې د خراسان څانګې په ګډون د ترهګرو له پاره خوندي ځای نه شي.

هغه ټینګار کړی دی چې امریکا او په نړیواله ټولنه کې یې شریکانو طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړی دی چې که دوی د نړیوالې ټولنې له خوا د منلو هیله لري، باید د افغانانو نظر ته غوږ کښېږدي او د بشر د حقونو درناوی وکړي.

د تاشکند کنفرانس؛ آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني؟