1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شهزاده هري څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

د بریتانوي رسنیو د رپوټونو له مخې، شهزاده هري په خپل ژوند لیک کې چې ډېر ژر به د کتاب په بڼه خپور شي، ویلي افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال یې ۲۵ کسه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4LqnH
افغانستان/ طالب وسله وال
افغانستان/ طالب وسله والانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

شهزاده هري د «Spare» په نوم د خپل ژوند لیک په دغه کتاب کې لیکلي افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت پرمهال یې ۲۵ انسانان وژلي دي.

بریتانوي رسنیو ددغه کتاب په حواله لیکلي چې شهزاد هري په خپل دغه کار نه ویاړي او نه هم پرې پښېمانه دی.

اړوند مطالب:راپور: شهزاده هري وايي چې په افغانستان کي يې ۲۵ انسانان وژلي

د طالبانو غبرګون

هغه په خپلو ياداښتونو کې زياته کړې ده: «ما هغو ته د خلکو په توګه نه کتل، بلکې د شطرنج د دانو په څېر باید له تختې ليرې شوي وای.»

خو د طالبانو یوه غړي انس حقاني په دې اړه په خپل غبرګون کې پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «ریښتیا هغه څه دي چې تاسو ویلي، زمونږ بې ګناه خلک ستاسو عسکرو، پوځي او سیاسي مشرانو لپاره د شطرنج دانې وې.»

حقانې زیاته کړې چې بیا هم تاسو په دې لوبه کې ماته خوړلې ده.

انس حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ورور دی.

سراج الدین حقاني اوس هم د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزې سره د امریکا د اف بي آی پولیسو تر څار لاندې دی.

دغه راز، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شهزاده هري دغو څرګندونو ته په نېوکې سره ویلي دي:« واقعا د لویدیځ په واسطه د افغانستان اشغال په بشري تاریخ کې یوه کرکجنه لحظه ده او د شهزاده هري څرګندونې د هغو صدمو یوه کوچنۍ برخه ده چې افغانانو له بهرنیو اشغالګرو ځواکونو تجربه کړي.»

دغه بریتانوي شهزاده په افغانستان کې خپلې کړنې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو له یادون او د قربانیانو له کورنیو سره د خپلو کتنو له مخې توجیه کړي دي.

هري ددغو بریدونو مسؤلین او پلویان یې د «انسانیت دښمنان» بللي دي.

شهزاده هري شاوخوا لس کاله د بریتانیا په اردو کې خدمت کړی دی.