د سوريې د سولي په اړه کنفرانس وځنډېد
۱۳۹۲ آبان ۱۵, چهارشنبهد سوريې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازي لخضر ابراهيمي په ژنيو کي د سوريې په اړه د کنفرانس جوړلو ته د تياري تر غونډي وروسته ويلي دي چي د سوريې د کورنۍ جګړې د ختمولو په موخه نړيوال کنفرانس به د رواني مياشتي په پای کي نسي جوړ. هغه زياته کړې ده چي د ملګري ملتونه، روسيه او د امریکا متحده ايالات د کنفرانس د جوړېدو د نېټې پر سر سره سلا نه سول.
ابراهيمي وويل هيله ده چي کنفرانس به د روان کال تر پايه پوري راوبلل سي. په پلان کي ده چی د رواني نوومبر میاشتي پر ۲۵ نېټه به د خبرو اترو اړخونه يو وار بيا سره راټول سي.
د جنجال اصلي ټکی ايران
د امريکا متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ د سوريې د سولي کنفرانس د جوړولو پر سر د جنجال اصلي ټکی ايران دی چي هغه بايد په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي که نه. دغه دواړه قدرتونه د روان کال له می مياشتي راهيسي هڅي کوي چي د سوريې د کورنۍ جګړې د خمتېدو له پاره يو نړیوال کنفرانس جوړ کړي. په دغه کنفرانس کي بايد د سوريې واکمن بشارالاسد او د هغه مخالفين هم ګډون وکړي.
کرملين د سوريې حکومت د مخالفينو له هغه ګواښ سره سره چي وايي که ايران په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي دوی به پکښي برخه وا نه خلي د ايران پر ګډون باندي ټينګار کوي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په مسکو کي ټينګار کړی دی چي په دغه کنفرانس بايد ټول هغه قدرتونه ګډون وکړي چي په سيمه کي پر حالاتو باندي تاثير لرلای سي. په دې کي پر عربي هيوادونو سره بيره ايران هم راځي.
د سوريې د ستر اپوزيسيون مشر ګواښ کړی وو، چي که د «ژنيو۲» په کنفرانس کي ايران ګډون وکړي دوی به پکښې ګډون نه وکړي. لاوروف د سوريې د اپوزيسيون پر هغه خبره باندي هم نيوکي وکړې چي ويلي يې ول که د بشارالاسد د استعفا وخت معلوم نه سي دوی به د ژنيو د سولي په کنفرانس کي ګډون نه وکړي.
د امريکا متحده ايالاتونه غواړي چي ايران يوازي په هغه صورت کي په کنفرانس کي د ګډون له پاره را وبولي چي دغه هيواد په سوريه کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د سياسي انتقال د هدفونو ملاتړ وکړي. تر اوسه پوري د ايران اسلامي جمهوريت د بشرالاسد پلوي کوي.
پر دې سربيره ايران په لبنان کي د حزب الله د ملېشو ملاتړ کوي چي دغه ملېشې بيا په سوريه کي د بشارالاسد له ځواکونو سره يو ځای د هغه د مخالفينو پرضد جنګيږي.
د سوريې د اطلاعاتو وزير عمران الزعبي په دمشق کي ويلي دي چي بشارالاسد د خپلي استعفا خبره دوباره رد کړې ده. هغه ويلي «بشارالاسد به د دغه هيواد جمهور رييس پاته وي».