په سوريه کي ملکي وګړي وږي دي
۱۳۹۲ آبان ۱۴, سهشنبهد ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همږغي کوونکي والريا آموس، د دغه سازمان امنيت شورا ته، په سوريه کي د کورنۍ جګړې په اړه چي تر دوو نيمو کلونو زيات وخت کيږي روانه ده، د انسانانو د وضعيت په اړه په يوه راپور کي ډېر ټکان ورکوونکی او تیاره انځور وړاندي کړی دی.
آموس د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړ چي په سوريه کي د انسانانو وضعيت ډېر خراب دی او نور هم مخ پر خرابېدو روان دی.
هغې ويلي دي چي د سوريې له هر لسو کسانو څخه څلور تنه يې د ژوندي پاته کېدو له پاره په بهرنيو مرستو پوري تړلي دي. په مجموع کي د هغو کسانو شمېر چي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري نزدې ۹،۳ ميليونه ته رسيږي چي دا د سپتمبر تر مياشتي ۲،۵ ميليونه زيات دی. په سوريه کي ۲۲ ميليونه انسانان ژوند کوي.
۶،۵ ميليونه کډوال
آموس دغه راز ويلي دي چي په سوريه کي ۶،۵ ميليونه انسانان د بمباريو او جګړې له امله په خپل هيواد کي له يوه ځايه بل ځای ته د کډوالۍ په حال کي دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخي د دغه کډوالو نيمايي يې کوچنيان دي.
د ملګرو ملتونو دغي ديپلوماتي، پر امنيت شورا باندي ږغ کړی دی، چي د سوريې پر مشر بشرالاسد او ياغيانو باندي فشار ډېر کړي تر څو دغه مرستي اړينو خلکو ته ورسيږي. د هغې په خبره له امنيت شورا پرته به په دې برخه کي هيڅ پرمختګ نه وسي.
د بشري حقونو او مرستنديو سازمانونو چارواکي له ډېر وخت راهيسي شکايت کوي چي د سوريې په جګړه کي ځپل سوو خلکو ته د دوی لاس رسی ستونزمن دی.
په راپور کي د هغو کوچنيانو د سوء تغذۍ او ګوزڼ په اړه هم اندېښنه ښول سوې ده چي د دغه هيواد په شمال ختيځ کي د اسد رژيم تر کنترول لاندي سيمو کي ژوند کوي. خو د اسد رژيم چارواکو اوس ځپل سوو سيمو ته د واکسین او خوراکي موادو د رسولو اجازه کړې ده. خو دا چي په دغو جنګي سيمو کي به مرستي په څه ډول ووېشل سي په اړه يې څه نه ويل سوي.