1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د سرطان په درجه بندۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا ګټې

۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه

د یوې نوې څیړنې پایلې ښیي چې مصنوعي ځیرکتیا د نمونې اخیستنې میتود په پرتله د سرطان د ځینو ډولونو په پیژندلو کې دوه برابره دقیق عمل کوي. له دې لارې کیدای شي هر کال د زرګونو هغو کسانو ژوند وژغورل شي چې په سرطان اخته دي.

https://p.dw.com/p/4YKVh
Faktencheck/KI/Medizin
څیړونکي وايي چې دا الګوریتم په راتلونکي کې د نورو ناروغیو لپاره هم کارول کیدی شي.انځور: Michael Bihlmayer/CHROMORANGE/picture alliance

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته هر کال په بیلا بیلو ناروغیو د اخته زرګونو کسانو ژوند ژغورل کيدلی شي.

په بريتانيا کې د »رویال مارسیدن« او »د سرطان د څیړنې انسټيټیوت« څېړونکو چې د هډوکو د سارکوم په سرطان اخته د ۱۷۰ ناروغانو د سي ټي سکن معاینه کړې، وايي چې مصنوعي ځیرکتیا د نمونې اخیستنې میتود په پرتله د سرطان د ځینو ډولونو په پیژندلو کې دوه برابره دقیق عمل کوي.

د  سرطان  په درملنه کې، تر ټولو ستونزمنه مرحله د خطرناکو تومورونو لرونکو ناروغانو تشخيص کول او په لومړي پړاو کې د هغوی درملنه ده.

د «رویال مارسډن روغتون« او د »سرطان د څیړنې انسټیټیوټ« د څیړونکو په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا لخوا ډیزاین شوي الګوریتمونه د هډوکي سارکوما سرطان د درجه بندي کولو لپاره د نمونې اخیستنې میتود په پرتله خورا اغیزمن کار کوي.

د هډوکو سارکوما د سرطان د نادرو ډولو څخه دی چې د بدن په سره نښتو نسجونو لکه په وازګو،عضلاتو او اعصابو اغیز کوي.

په دې څیړنه کې، مصنوعي ځیرکتیا د سرطان د درجه بندۍ په تشخیص کې ۸۲ سلنه دقيقه وه، په داسې حال کې چې د نمونې اخیستلو طریقه ۴۴ سلنه دقیق عمل کړی.

کله چې ډاکټران د سرطان درجه بندي کولو لپاره ډیر دقیقې یا په نوې ټیکنالوژۍ سمبال وسیلې ولري، کولی شي د پرمختللي سرطان ناروغان په چټکۍ سره وپیژني او درملنه یې وکړي.

څیړونکي وايي چې دا الګوریتم په راتلونکي کې د نورو ناروغیو لپاره هم کارول کیدی شي.