1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په چین کي بيا ډېر کسان په کرونا اخته سوي

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

لکه څنګه چي د چین صحي چارواکو خبر ورکړی دی، په دغه هیواد کي یوازي پرون چهارشنبه ۳۱۴۴۴ کسان نوي په کرونا اخته سوي دي، کوم چي د درو کلونو په جریان کي د دغي وبا د شیوع راهیسي سابقه نه لري.

https://p.dw.com/p/4JzwY
China | Covid-19: Coronakrise, Lockdowns und Zero Covid Strategie
انځور: ALY SONG/REUTERS

سربیره پردې د کرونا ویروس څخه د یوه تن د مړه کیدو خبر هم ورکړل سوی دی، د کوم په واسطه چي د کرونا وبا د شروع څخه یې د مړه سوو رسمي ارقامو تعداد ۵۲۳۲ کسانو ته پورته کړ.

د چین ولسي جمهوریت وروستی لوی هیواد دی، چي د کرونا سختو قیوداتو مقررات پکښي تطبیقیږي. خو دا اقتصاد تر فشار لاندي راوستلی او د خلګو ورځنی ژوند یې ډیر سخت کړی دی.