1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د روسیې د مايع ګاز لومړۍ جوپه پاکستان ته ورسېده

۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبه

د روسيې سل زره میترک ټنه طبيعي مايع ګاز (ايل پي جي) پاکستان ته د ګاونډي هېواد ايران له لارې رسېدلی دی. د روسيې د سفارت په حواله پاکستان ته د مايع ګاز د دویمې جوپې په اړه هم خبرې اترې رواني دي.

https://p.dw.com/p/4Ws2J
په پېښور کې مايع ګاز د ویش مرکز
په پېښور کې مايع ګاز د ویش مرکزانځور: Fayaz Aziz/REUTERS

له روسیې څخه د مايع پتروليم ګاز يا مايع طبعي ګاز لومړۍ جوپه پاکستان ته رسېدلې ده. په اسلام آباد کې د روسيې سفارت له خوا د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۶مه) په جاري کړل شوې اعلامیه کې ويل شوي چې د ايل پي جي له رسېدو سره په روان میلادي کال کې د روسیې د حکومت له لوري پاکستان ته د انرژۍ د ورکړې دويم ستر پړاو بشپړ شو.

د اعلامیې په حواله يو لک ميترک ټنه مایع ګاز د ایران په مرسته پاکستان ته رسيدلی. د ايل پي جي د ورکړې دا معامله په اصل کې د روسیې او پاکستان ترمنځ د روان ميلادي کال په سر کې د رامنځته شويو تړونونو له امله ممکنه شوې ده. د همدې هوکړې له مخې د اومو تېلو لومړۍ جوپه د همدې روان میلادي کال په پېل کې پاکستان ته رسېدلې وه.

د ایران نقش

د روسیې مايع ګاز د ايران د سرخس ځانګړې اقتصادي له لارې پاکستان ته رسېدلی دی. په اسلام آباد کې د روسیې سفارت په اعلاميه کې راغلي دي چې د ايل پي جي د دويمې جوپې په اړه سلامشورې رواني دي خو په دې کې د ایران د نقش په تړاو جزيات نه دي ورکړل شوي.

همدا راز دا هم روښانه نه ده چې د دې ګازو بيه څومره وه او پاکستان ته پرې څومره رعايت ورکړل شوی دی.

په پاکستان کې د تيلو بحران خلک له ستونزو سره مخامخ کړي
په پاکستان کې د تيلو بحران خلک له ستونزو سره مخامخ کړيانځور: Getty Images/Rizwan Tabassu

بل لوري ته په اسلام آباد کې حکومت وايي چې د روسي مايع ګازو بيه یې د چين په پولې واحد يوان پرې کړی دی خو د دې تجارت اصلي مالي ارزښت نه دی په ډاګه کړل شوی. 

د پاکستان بهرني تاديات

د پاکستان د بهرنيو تادياتو يوه ستره برخه د انرژۍ همدې وارداتو ته ځانګړې ده. د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعيت له کبله روسیې د انرژۍ د بيو د پرې کولو په برخه کې رعايت او مهلت ورکړی دی.

دمګړۍ د پاکستان حکومت د دغه هېواد د تاريخ د تر ټولو ناوړه اقتصادي بحران ښکار دی. د ډېرو زياتو بهرنيو پورونو د بوج له کبله دغه هېواد ډيوالي کيدو ته نږدې شوی دی.

د دولتي ارقامو په حواله د هېواد د دفاعي لګښتونو او بهرنيو پورونو وروسته په دريم ځای کې د حکومت له پاره د بريښنا توليدونکو خصوصی شرکتونو بلونه دي چې بايد ورکړل شي. 

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په حواله پر حکومت د دغه شرکتونو دوه تريليون کلدارې پور دي چې د روان کال تر پای پورې یې باید ادا کړي.

په پاکستان کې د انرژۍ بحران خلک له کړاو سره مخامه کړي دي
په پاکستان کې د انرژۍ بحران خلک له کړاو سره مخامه کړي ديانځور: Getty Images/Arif Ali

دا پېسې د اقتصادي بحران سره د مخامخ دغه هېواد له پاره ستر بوج دی. د همدې بار د  راکمولو له پاره حکومتونه په وار وار سره د بریښنا بلونه لوړوي چې په اصل کې یې ګټه د بريښنا توليدونکو شرکتونو ته رسيږي.

د روان کال په جون مياشت کې وضعيت تر دې حده رسېدلی وو چې د پاکستان سره يوازې د يوې میاشتې د وارداتو د لګښت پوره کولو له پاره  د بهرنيو اسعارو زېرمې پاتې وي. پاکستان په نومبر میاشت کې د ۱،۱ میليارد ډالرو د ترلاسه کولو تمه هم لرله خو د پېسو نړيوال صندوق د نور پور د ورکړې له پاره يو لړ شرطونه ايښي ول. 

ب. ص/ ا.و.ا (Reuters, DW Urdu)