1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د بریښنا د کمښت ستونزه په ډیریدو ده

۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

پاکستان کې د انرژۍ د مخ پر زیاتیدونکي کړکیچ ته په کتو سره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف امر کړی دی چې بریښنا تولیدونکي تړلي بریښنا کوټونه دې بېرته پرانیستل شي. خو دا به د پاکستان پر اقتصاد څه اغیز ولري؟

https://p.dw.com/p/4Dfw8
Hochspannungsleitungen in Finnland
انځور: Olli Häkamies/Lehtikuva/dpa/picture alliance

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون دريمه) یوې غونډې ته د وینا په ترڅ کې د بند پاتې بریښنا کوټونو د فعالولو امر کړی دی. د چارو ځیني پوهان د هغه پر دې پریکړه نیوکې کوي او په خبره یې دا پریکړه په عجله کې شوې ده.

د انرژۍ وضعیت

دا وخت په پاکستان کې د بریښنا کمښت تر پنځه زره میګاواټه زیات دی. د ځینو اټکلونو له مخې دغه کمښت تر اووه زره میګاواټه هم زیات دی، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د بریښنا د تولید کچه ۲۱ زره ۲۱۳ میګاواټه او د بريښنا تقاضا ۲۹ زره میګاواټه ده.

انتقاد کوونکي په دې اند دې چې په تیرو دوو لسیزو کې په هیواد کې داسې بریښنا کوټونه جوړ شوي چې په وارد شوو سکرو، تیل یا ګاز باندې چلیږي. په دې کې ځینې بریښنا کوټونه له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې د مسلم لیګ ن گوند، د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي وو، چې له کبله یې د هیواد اقتصادي زیرمو باندې زیاتې منفې اغیزې درلودلي او د انرژې تولیدونکو شخصي شرکتونو ګردشي پورونه هم لوړ شوي دي.

د پورونو زیاتیدل

د چارو پوهان وایي چې د لومړي وزیر د دې امر وروسته ښایي حکومت په موقتي ډول دغه کړکیچ کابو کړي، خو که چیرې دا په اوږدمهاله موده کې وارزول شي، نو نه یوازې دا پریکړه به پر اقتصاد منفي اغیز پرې باسي، بلکې د پاکستان د ګردشي او بهرني پورونو کچه به نوره هم لوړه کړي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان د بریښنا د تولید له پاره چې کوم تیل، ګاز یا سکاره راواردوي نو پر هغې زیاتې پیسې لګول کیږي. د دې اندازه له دې هم لګول کیدای شي چې حکومت له افغانستان څخه د سکرو د واردولو له پاره په وروستیو کې په یوه اوونۍ کې ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي، سره له دې چې دا سکاره په نسبي ډول په ارزانه بیه تمامیږي. که چیرې له نړیوال بازار څخه سکاره راونیول شي نو بیه یې نوره هم لوړه ده.

د انرژۍ د چارو کارپوه ډاکټر حسن عباس د دویچه اردو څانګې ځایي خبریال ته په مرکه کې ویلي: «په هیواد کې ډیر شمیر بریښنا کوټونه پر سکرو، تیلو او ګازو باندې تکیه دي. دا ټول شیان راواردیږي، چې د دغه لپاره باندنيو اسعارو ته اړتیا ده.» د نوموړي په خبره پر دې سربیره به شخصي بریښنا کوټونو ته وویل شي چې هغه دې بریښنا تولید کړي او حکومت به هغوی ته د پیسو د ورکړې جوګه نه وي چې له دې کبله به ګردشي پورونه هم زیاتیږي او د بانديو کرنسيو يا پیسو زیرمې به هم کمیږي او پاکستان به دې ته اړ باسي چې له نورو هیوادونو پور وکړي.

د ډاکټر حسن په خبره که چیرې حکومت واقعا د انرژۍ بحران کنترولول غواړي نو لازمه ده چې نه یوازې خصوصي شرکتونو ته د بریښنا د تولید اجازه ورکړي، بلکې د دې اجازې هم ورکړي چې په مستقیم ډول یې پر مشتریانو هم وپلوري.

نوموړی کارپوه دا هم وایي چې حکومت ته په کار ده چې د چاپیریال دوسته بدیلي بریښنا د ترلاسه کولو لارې چارې غوره کړي.

عبدالستار، اسلام آباد