1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې د دفاع وزیر څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

طالبانو د روسیې د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی چې ویلي يې دي چې په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا هيوادونو امنیت ته ګواښ دی.

https://p.dw.com/p/4QkQi
د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د روسېې د دفاع وزیر هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې له افغانستانه وسله والې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی
د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د روسېې د دفاع وزیر هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې له افغانستانه وسله والې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

طالبانو ویلي دي چې له افغانستانه هیڅ هېواد ته امنیتي ګواښ نه دی موجود.

د تیرې جمعې په ورځ د هند په کوربتوب د شانګهای سازمان غړو هيوادونو د دفاع وزیرانو غونډه جوړه شوه چې پکې د افغانستان په تړاو هم بحثونه وشوه.

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو په دې غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې فعالو وسله والو ډلو خپل فعالیتونه د منځنۍ اسیا تر هيوادونو غځولي دي.

نوموړی اندیښنه څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو شتون د ګاونډیو هيوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له پاره یو لوی ګواښ دی.

نور ولولئ:مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه

طالبانو په خپل رسمي غبرګون کې د روسیې د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې دي او ویلي یې دي چې له افغانستانه هیڅ هېواد ته امنیتي خطر موجود نه دی.

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «د افغانستان اسلامي امارات د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر سرګي شويګو هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې له افغانستان څخه وسله والې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.»

مجاهد زیاته کړې ده چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ  ته هیڅ ګواښ نه دی: «اسلامي امارات د یوه مسؤل حکومت په توګه اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد وکارول شي.»

نور ولولئ:جي۷ ډله: طالبان دې د ښځو د کار ممنوعیت فوراً لغوه کړي

خو نونوموړي د سیمې له ځینو هيوادونو هم غوښتي دي چې د خپلو هغو اتباعو مخه دې ونیسي چې «افغانستان ته د ورانکارو پېښو له پاره د داخلیدو هڅه کوي.»

هغه زیاته کړې ده: «په تاسف سره باید ووایو چې په افغانستان کې د نا امنۍ څو وروستۍ پېښې د سیمې د ځینو هيوادونو د اتباعو له لوري شوي دي.»

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي دي چې په تېرو دوو نيږدې کلونو کې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو له پاره جدي اقدامات ترسره کړي.

رسنیو د شانګهای په غونډه کې د روسیې د دفاع وزیر له قوله ویلي چې هغه اندیښنه څرګنده کړې ده چې داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلام تحریک او نورې ترهګرې ډلې به هڅه وکړي چې د منځنۍ اسیا هيوادونو کې نفوذ وکړي.

ف.ظ/ ن.ز (آ)

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ: