1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي۷ ډله: طالبان دې د ښځو د کار ممنوعیت فوراً لغوه کړي

۱۴۰۲ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هيوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په غیر دولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په اداراتو کې دې د ښځو د کار ممنوعیت «فوراً لغوه کړي.»

https://p.dw.com/p/4QG3J
جاپان کې د جي ۷ غونډي جریان
جاپان کې د جي ۷ غونډي جریان انځور: Yuichi Yamazaki/REUTERS

د جي۷ ډلې ارشدو ديپلوماتانو په جاپان کې د دوه ورځنیو مذاکراتو وروسته د ېوې اعلامېې په خپرولو سره وويل: «موږ د نه منلو وړ تصمیونو د فوري بېرته راګرځولو غوښتونکي یو، کوم چې انساني حقوق او بنسټيزې آزادۍ محدودوي، چې په هغو کې په غیر دولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو د کار ممنوعیت هم شامل دي.»طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

طالبانو له اسلام دين څخه په خپل سخت تفسیر سره، په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د بیا واکمنيدو راهیسې د ښځو په هکله سخت محدویتونه لګولي دي چې په هغو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر تعلیم، لوړو تحصيلاتو او د ډيرو دولتي دندو ممنوعیتونه شامل دي.

زيلنسکي له جي ۷ هېوادونو څخه د نور طبعی گاز غوښتنه کړې

طالبانو په دسمبر مياشت کې په داخلي او بهرني غيردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ. دوی د اپریل میاشتې پر ۴مه په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوندو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې دغه اقدام ېې د نړېوالې ټولنې له سخت غبرګون له ځانه سره درلودلی دی.

اړوند مطالب دلته لوستلئ شئ:په جي۷ ډله کې کوم هیوادونه شامل دي او موخې ېې څه دی؟

د جي۷ ډلې همدارنګه د طالبانو پر ادارو باندې «د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سیستماتیک نقض او پر مذهبي او قومي تبعیض» هم شدېدې نیوکې کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامېې په خپرولو چې د فرانسې خبري آژانس ته ېې استولې، د جي۷ ډلې غوښتنې رد کړي دي. هغه ويلي دي: «بهرني هیوادونه نه باید د افغانستان په داخلي مسائيلو کې مداخله وکړي. په افغانستان کې چې کوم ارزښتونه او قوانین نافذ او یا په اجرا کې راغلي، یوازې په افغانانو پورې اړه لري او په نورو هیوادونو پورې هيڅ ربط نه لري.»
مجاهد په دغه اعلاميه کې د دې غوښتونکی شوی چې بهرني هیوادونه دي «د افغانستان د وضعیت په هکله دقیقه مطالعه او نظارت» و نه لري او دغه کار باید کابل سره د اړيکو په چوکاټ کې ترسره شي. هغه له دې لارې د طالبانو په لاس د افغانستان د مخکيني حکومت چې د امریکا ملاتړ ېې درلود، تر پرځېدو وروسته له افغانستان سره د ډيرو هیوادونو اړيکو پرې کولو ته هم اشاره کړې ده. مجاهد ويلي دي: «هغوی باید له موږ سره په اړيکه کې وي او وروسته له هغې خپله موضع ګيري وکړي.»
په اعلامېه کې زیاته شوې ده: «افغانستان نه غواړي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او پر دې ټينګار کوي چې نور هیوادونه دې هم نباید زموږ په داخلي مسائلو کې مداخله وکړي.»

د «جی۷» اعلامیه: ایران دې روسیې ته د وسلو استول بند کړي
د طالبانو رهبر، ملا هيبت الله آخندزاده هم د کمکي اختر په مناسبت په یو خپور کړي پیغام کې د دې غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان په چارو کې دخالت نه کوي: «افغانستان له ټولو همسایه هيوادونو، اسلامي هيوادونو او د ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې مثبتې او مؤثرې اړیکي غواړي، لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي، د بل هيڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي، همداسې ټینګار کوي چې نور هیوادونه هم زموږ په کورنیو مسائلو او چارو کې مداخله ونه لري، چې داسې کول هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه دي.»

زموږ له ارشیف څخه؛ 

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي دي چې په دغه سازمان کې د ښځو پر کار د طالبانو ممنوعیت دوی په داسې ېوې «وحشتناکه دوه لاره» کې راوستلي چې آیا په افغانستان کې خپلو فعالیتونه ادامه ورکړي که نه. دغه سازمان اعلان کړی چې د ښځو د کار ممنوعیت «د نړیوالو قوانینو او ملګرو ملتونو د منشور پر اساس غیرقانوني دی» له همدې کبله نه شي کولی هغه رعایت کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان په تېرو دوو اوونيو کې خپلو نارینه او ښځينه افغان کارمندانو ته ويلي دي چې تر راتلونکې خبر پورې دې خپلو کارونه ته نه ځي.
 په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ ښځې د ملګرو ملتونو له پاره کار کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مجموعي ۳۹۰۰ کاري قوې څخه ۳۳۰۰ ېې افغانان دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د چارواکو په خبره، د طالبانو له خوا اعلان شوي محدودیتونه به د افغانستان له پاره د بشري مرستو د راټولو هڅې له خنډ سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په حاضر وخت کې د اوسني عصر یو د تر ټولو سخت بشري بحران تجربه کوي.