1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوړو نړیوال پروګرام لخوا په افغانستان کې د قحطۍ خبرداری

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان به د مرستو د کمښت له امله د قحطۍ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو یادې ادارې له افغانستان سره د ډیرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4XOHe
افغانستان کابل د ډوډۍ ویشلو په موخه را ټول شوې خلګ
افغانستان کابل د ډوډۍ ویشلو په موخه را ټول شوې خلګانځور: Ali Khara/REUTERS

د آسیا او آرام سمندر لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام سیمه ییز مسؤل جان ایلیف د «جرمني ایډیټوریل بورډ» رسنیز ګروپ ته ویلي چې په افغانستان کې وضعیت نا هیلي کوونکی دی.

د یادې ادارې راپور چې له خپریدو مخکې د جرمني (ډي پي آ) خبري آژانس ترلاسه کړی، ایلیف ویلي چې په افغانستان کې مرستندویه پروګرامونه د بوديجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د هغه په وينا، سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام د تېر کال په پرتله ٨٠ سلنه کمه بوديجه په واک کې لري. تېر کال دې بنسټ ۱،۶ میلیارد ډالره بودجه درلوده، په داسې حال کې چې سږ کال یاد بنسټ یواځي ۳۴۰ میلیونه ډالر بودیجه لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتیدل

ایلیف زیاته کړې دا مهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي. د هغه په وينا، د خوړو نړيوال پروګرام غوښتل ١٣ ميليونه خلکو ته مرستې ورسوي خو د بوديجې د کمښت له امله يې له لسو ميليونو وګړو سره مرستې بندې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي ویلي دي چې د «سخت» ژمي د راتلو له امله وضعیت ډیر جدي دی. د هغه په وينا د ژمي په راتلو سره به د يو شمېر غرنيو سيمو ترانسپورتي لارې د شپږو مياشتو لپاره بندیږي نو ځکه خو د يادو سيمو اوسېدونکي به له مرستو پرته ونه توانیږي چې ځانونه وژغوري.

هغه وړاندوینه کړې چې یوشمیر خلک به د لوږې له امله بې ځایه او ځینې به مړه شي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي او څرګنده یې کړه، چې له دغه هېواد سره مرستې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې کمې شوې دي.

ایلیف ټینګار کړی چې د طالبانو له ډېرو ستونزمنو پرېکړو سره سره بشرپالنې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

بل لور د افغانستان په لوېدیځه حوزه هرات ولایت کې وروستۍ زلزله به په دغه هېواد کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړي. دغې زلزلې شاوخوا ۱۴۰۰ تنه مړه او ۲۰۰۰ نور کسان ټپیان کړل او همدا راز په زرګونو خلکو خپل کورونه او ټول مالونه له لاسه ورکړي دي.