1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس مشر اسماعيل هنيه په ایران کې وژل شوی دی

۱۴۰۳ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د فلسطينۍ وسله والې ډلې حماس مشر اسماعيل هنیه، په تهران کې د «هغه پر هستګونځای یوه حمله کې» وژل شوی دی. د ایران سپاه پاسدارن ويلي دي چې د هنیه د مرګ په هکله پلټنې روانې دي. ایران او حماس د هغه مرګ تائيد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4iwYT
اسماعیل هنیه، له ۲۰۱۶ وروسته په قطر او ترکیه کې په جلاوطنۍ کې اوسېد. ایران او حماس دواړو د هغه مړینه تائيد کړې
اسماعیل هنیه، له ۲۰۱۶ وروسته په قطر او ترکیه کې په جلاوطنۍ کې اوسېد. ایران او حماس دواړو د هغه مړینه تائيد کړېانځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

حماس او د ایران سپاه پاسدارن نیمه پوځي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ وختي وويل چې د حماس رهبر اسماعیل هنيه د ایران په پلازمېنه تهران کې وژل شوی دی.

د سپاه پاسدارن خبري ويب پاڼې، سپاه نیوز، په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د حماس اسلامي مقاومت د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه هستوګنځای په تهران کې په نخښه شوی دی.»

د سپاه په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د پېښې د «لامل په هکله تحقیقات پیل شوي او ډير ژر به اعلان شي.»

حماس وسله والې ډلې هم په یوه جلا اعلامیه کې تائيد کړې ده چې اسماعيل هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې تر ګډون وروسته وژل شوی دی. 

حماس په دې هکله په خپله اعلامیه کې ويلي دي: «د غورځنګ مشر، ورور، رهبر، مجاهد اسماعيل هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې تر ګډون وروسته په تهران کې په خپل هستوګنځای کې په يوه صهیونیستي برید کې وژل شوي دي.»

د حماس مشر اسماعیل هنیه د جولای په ۳۰ مه د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکان سره د کتنې پر مهال
د حماس مشر اسماعیل هنیه د جولای په ۳۰ مه د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکان سره د کتنې پر مهال انځور: Iranian Presidency/ZUMA/picture alliance/dpa

اسماعیل هنیه څوک وو؟

هنیه په ۱۹۸۷م کال کې د اسرائيل ضد پاڅون په لړ او د حماس د تاسیس په جریان کې د دغې ډلې غړی شو.

هغه په ۲۰۰۶م کال کې د فلسطين لومړی وزير شو، که څه هم د نوموړي سیاسي رقیبانو د هغه د موقف له مشروعیت سره اختلاف درلو. هنیه په ۲۰۱۷م کال کې د حماس د سیاسي بېرو له خوا د دغې ډلې د مشر په توګه انتخاب شو.

اسماعیل هنیه، له ۲۰۱۶ وروسته په قطر او ترکیه کې په جلاوطنۍ کې اوسېد. د هغه په هکله ویل کيږي چې په دغه موده کې ېې له مختلفو فلسطيني اړخونو سره ښې اړېکې درلودې. هنیه، په وروستیو میاشتو کې د خپل سياسي ماموریت په جریان کې د ایران او ترکیې له رهبرانو سره کتلي ول.

حماس او ایران دواړو چهارشنبه د جولای ۳۱مه سهار وختي د اسماعیل هنیه مړينه تائيد کړه
حماس او ایران دواړو چهارشنبه د جولای ۳۱مه سهار وختي د اسماعیل هنیه مړينه تائيد کړهانځور: Fatemeh Bahrami/Anadolu/picture alliance

حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه چې په ترڅ کې ېې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان چې ډېری ېې ملکیان ول ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور ېې له ځانه سره غزې ته وتښتول.

دغه فلسطينۍ وسلواله ډله د اسرائيل، امریکا متحده ایالاتو او آلمان په ګډون د یو شمېر هيوادونو له لوري د تروريستې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

اسرائيل د اکتوبر مياشتي د ۷ نېټې د حملې په ځواب کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړي دي چې پکې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او له دې سره جوخت پر لبنان او یمن په حملو کې هم ډېر کسان وژل شوي دي.

fb,es/jsi (AP, AFP, Reuters, dpa) mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل