1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د جي۲۰ غونډې پایلې ته سر له اوسه ناهيلي

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

دوامداره پراختیا او جيوپولیتک هغه موضوعات دي چې په هندوستان کې د جي۲۰ پر غونډه به تسلط ولري. خو چین او روسيې په غونډه کې د نه ګډون تصمیم نیولی او اوکراین ورته بلل شوی نه دی. د غونډې نور ګډونوال څوک دي؟

https://p.dw.com/p/4W7RB
Indien | G20-Gipfel in Neu-Delhi
انځور: Amarjeet Kumar Singh/AA/picture alliance

هندوستان د سپتمبر پر نهمه نیټه د جي شلغونډې کوربتوب کوي او دا وخت د نړۍ رهبرانو ته په پلازمينه نوي ډيلي کې د ښه راغلاست په حال کې دی. خو په دغه مهمه غونډه کې د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین، او د چين د ولسمشر شي جين پينګ نه کوي. د دوی نه ګډون به ممکن په اوکراین کې د روانې جګړې په هکله پر یوې ګډې اعلاميې توافق ستونزمن کړي، ځکه چې په هکله ېې اختلافات پراخ دي.

خو چین د جمعې په ورځ وويل چې د غونډې له ټولو اړخونو سره ګډ کار کولو ته لېوالتیا لري او پر دې زور اچوي تر څو جي۲۰ يوه مثبته پايله ولري.

دغه خبره د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې، مائو نینګ، د بریتانیا د صدراعظم، ريشي سوناک، د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې په هغو کې ېې پر بيجنګ تور لګولی وو چې په اوکراین کې د روسيې جګړې په ګډون ګڼو موضوعاتو باندې توافق ځنډوي.

رپوټونه وايي چې سوناک د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۸مه) نوي ډيلي ته رسېدلی دی.

ویاندې نینګ روانه اوونۍ د چين د بهرنيو چارو وزارت پر ويب پاڼه وويل چې د چين له خوا به د دغه هېواد صدراعظم، لي قیانګ، په جي شل غونډه کې ګډون وکړي او د ولسمشر شي جين پینګ، نه ګډون ېې تائيد کړ. رپوټونه وايي چې د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم په دغه غونډه کې ګډون نه کوي او پر ځای به ېې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروف په کې برخه ولري.

شي له هغه وخته چې په واک کې دی یوازې د جي شل په يوه غونډه کې ګډون نه دی کړی، کومه چې په ۲۰۲۱م کال د کرونا وبا پر مهال په روم کې وه. شي په یاده غونډه کې د ويډيو له لارې ګډون کړی وو.

چين له یوې خوا د اوکراين جګړې په هکله د غوره کړي دريځ له کبله د لويديځ له فشار سره مخ دی او له بل لوري کوربه هېواد هندوستان سره ېې هم اړېکې چندان ښې نه دي چې تر ټولو ستر لامل ېې سرحدي اختلافات دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف، چې د هندوستان په جي۲۰ غونډه کې د روسيې استازیتوب کوي د جمعې په ورځ د سپتمبر ۸مه نوي ډيلي ته ورسيد
د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف، چې د هندوستان په جي۲۰ غونډه کې د روسيې استازیتوب کوي د جمعې په ورځ د سپتمبر ۸مه نوي ډيلي ته ورسيدانځور: Amit Dave/REUTERS

د جي۲۰ په غونډه کې د نړۍ يو شمیر مهم رهبران ګډون کوي، خو د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، کېدای شي له ډلې ېې ځېنې په کې برخه وانخلي.

دغې غونډې ته ځانګړي بلل شوي رهبران دا دي:

د ارجنټاین ولسمشر، آلبرتو فرناندز

د آسترالیا صدراعظم، آنتوني آلبانیزي

د برازیل ولسمشر، لوئيس ايناسیو لولا دا سیلوا

د بریتانیا صدراعظم، ريشي سوناک

د کانادا صدراعظم، جستين ترودو

د فرانسې ولسمشر،امانويل ماکرون

د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ

د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي

د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ويدودو

د ايټالیا صدراعظمه، جورجيا ميلوني

د جاپان صدراعظم، فوميو کيشیدا

د سعودي عربستان شهزاده، محمد بن سلمان

د جنوبي افریقا ولسمشر، سیریل رامافوسا

د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سوک یول

د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان

د امریکا ولسمشر، جو بایدن

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان په نوي ډيلې کې جي۲۰ غونډې ته د بلل شوو ځانګړو رهبرانو په ډلې کې دی
د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان په نوي ډيلې کې جي۲۰ غونډې ته د بلل شوو ځانګړو رهبرانو په ډلې کې دیانځور: Xinhua/imago images

او له اروپايي اتحاديې څخه د اروپايي کمیسيون مشره، اورزولا فون دیر لاین او د دغې اتحادیې د شورا مشر، چارلیس مایکل دي. د مصر، متحده عربي امارات، بنګله دیش، عمان، سینګاپور، هالند او موریشوس مشران هم د ځانګړو دعوت کونکو په ډله کې دي. د نورو بلل شوو کسانو په ډله کې د چينايي، روسيې او امریکايي چارواکو په ګډون د یو شمېر کمو هیوادونو او سازمانو ځينې چارواکي شامل دي.

د اروپايي شورا مشر، چارلیس مایکل، د جمعې په ورځ وويل چې د دې وړاندوينه ډېر سخته ده چې رهبران دې د غونډې په پای کې پر يوې ګډې اعلاميې اجماع ته ورسيږي.

هغه په نوي ډيلي کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل: «موږ لا هم پر مذاکراتو بوخت یو.» مایکل زیاته کړه: «زه نه غواړم داسې څه ووايم چې هغه دې هڅې لا پسي له سختیو سره مخ کړي. موږ د هندوستان له هڅو ملاتړ کوو.»

مایکل وویل چې اروپايي ټولنه هيله لري چې وشي کړی په جي۲۰ کې پر نړېوالو ستونزو لکه د خوراکي موادو او د انرژۍ پر خونديتوب تمرکز وکړي؛ چې په توره بحیره کې د روسيې له خوا د اوکرایني غلجاتو د صادراتو د مخنیوي راهیسې رامنځ ته شوي دي.

هندوستان پر اوکراين د روسيې له پوځي یرغل راهېسې، په دې هکله ېې بېطرفه دريځ اختیار کړی دی. د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې. خو زيلنسکي د جي شل په تېره غونډه ته چې په بالي کې وه، د وېډيو له لارې خپله وینا واوروله.

mks/bs/(dw,AFP/Reuters)

له آرشیف څخه انځوریزالبوم (08.07.2017):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب