1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادهندوستان

ولې د «جي۲۰» غونډه بی د پریکړه لیک صادرولو پای ته ورسیده؟

۱۴۰۱ اسفند ۷, یکشنبه

د «جي ۲۰» غونډې ګډون کوونکي د یوې ګډې وروستۍ اعلامیې په خپرولو موافقې ته ونه رسیدل. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لویدیځ د دې غونډې په «بی ثباته کولو» تورن کړ.

https://p.dw.com/p/4Nzp0
Indien | Treffen der Finanzminister und Notenbankchefs der G20
انځور: India's Press Information Bureau/via REUTERS

د ۲۰ سترو صنعتي او د صنعت په حال کې هیوادونو یا «جي۲۰» د مالیې وزیرانو ترمنځ د نظر اختلافاتو په پام کې نیولو سره، ګډون کوونکي ونه توانیدل چې د اوکراین د روانې جګړې په اړه یوه ګډه نهایي اعلامیه ترتیب کړي. دا ځل دغه غونډه په هند کې رابلل شوې وه.

زیلنسکي غواړي د بیجینګ د جګړې ختمولو پر طرحې وغږیږي

هند چې د دې غونډې کوربه وو د پریکړه لیک پر ځای یې یوه «خلاصه یا لنډیز» خپور کړ چې په هغې کې د ډیر شمیر ګډون کوونکو غړو له خوا د اوکراین جګړه په شدید ډول غندل شوې ده. په دې خلاصه کې تشریح شوې چې استازو «د بندیزونو له وضعیت څخه متفاوتې ارزونې» درلودلې.

په دې غونډه کې د اوکراین د شخړې په هکله د ۲۰ غړو هیوادونو له ډلې څخه بی له روسیې او چین څخه د ۱۸ استازو له خوا د دوو پراګرفونو ملاتړ وشو.

یوه لوړپوړي هندي چارواکي آخې ست، ویلي چې د روسیې او چین استازو په دې دلیل چې دوی پر «مالي او اقتصادي مسائلو» تمرکز کوي له وروستۍ اعلامیې له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه.

دغه هندي چارواکي زیاته کړې ده چې د دې غونډې ۱۸ نور غړي په دې باور ول چې په اوکراین کې جګړه نړیوال اقتصاد ته پایلې لري او باید پرې بحث وشي.

«لویدیځ د جي ۲۰ غونډه بی ثباته کړې»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې اعلان وکړ چې امریکا متحده الاتو، اروپايي اتحادیي او د «جي ۲۰» نورو غړو هڅه وکړه چې د اوکراین له مناقشې څخه د خپل تفسیر د تطبیق کولو په خاطر، په نهایي بیانیه کې د ګډې پریکړې مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت انتقاد کړی دی چې امریکا او متحدینو یې د باج اخیستې له پاره ښکاره کوښښونه کړي ول او څو پلاوو ته یې «ضرب الاجل» هم ټاکلی و.

هند ته د المان د صدراعظم د سفر موخه څه ده؟

مسکو په خپلو تازه څرګندونو کې له لویدیځ څخه غوښتي دي چې له تخریبوونکو سیاستونو څخه دې لاس واخلي او د «څو قطبي نړۍ واقعیتونه» دې په رسمیت وپيژني. د روسیې د څرګندونو په یوه برخه کې راغلي دي چې د جي ۲۰ ډله چې د مهمو صنعتي او نوو صنعتي هیوادونو څخه جوړه شوې ده باید د یوې اقتصادي مجمع په توګه باقي پاتې شي او نباید په امنیتي سیاستونو کې ښکیل شي.

د یو شمیر هندي چارواکو په وینا چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي، چين په دې غونډه کې یو کمپاین ترسره کړی وو، څو د اوکراین د جګړې په هکله د نظر څرګندونه را کمه کړي. یو له دغو سرچینو څخه ویلي دي چې چین نه غوښتل په اوکراین کې جګړه وغندي.

اروپايي اتحاديې د روسيې پر ضد د تحریمونو پر لسمې بستې توافق وکړ

چین په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې چې یو کال یي پوره شوی دی هڅه کړې ده چې خپل د بې طرفۍ دریځ خوندي وساتي، خو په عین وخت کې یي له روسیې سره چې متحد یي ګڼل کیږي نږدې اړیکې لري.

د جمعې په ورځ پر اوکراین د روسیې د برید یو کال پوره کیدو پر ورځ چین د اوکراین د شخړې سیاسي حل لارې له پاره یو دولس ماده ایزه طرحه وړاندې کړه، چې د کیف لویدیځ متحدین ورته د شک په سترګه ګوري.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح