1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

جنوبي کوريا: شمالي کوریا څلور بالستیک توغندي توغولي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د جنوبي کوريا پوځ ويلي دي چې شمالي کوريا څلور لنډ واټن ويشتونکي بالستيک توغندي د سمندر پر لور توغولي دي. شمالي کوريا په وروستيو ورځو کې د توغنديو توغول ډير کړي چې او تازه مواردو ېې په سيول کې چاروکي اندېښمن کړي دی.

https://p.dw.com/p/4J6hE
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د شمالي کوریا یوه توغندویزه آزموینه
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د شمالي کوریا یوه توغندویزه آزموینه انځور: YONHAPNEWS AGENCY/picture alliance

د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې زيړې بحیرې ته د ېو بل نوم په کارولو سره وويل: «د شمالي کوريا پوځ نن سهار له شاوخوا ۱۱ بجو او ۳۲ دقیقو تر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پورې، د شمالي ولایت پيونګان له "ټونګریم" څخه د لويديځې بحيرې پر لور توغندي توغولي دي.»

شمالي کوریا توغندي توغولي، يو يې جنوبي کوريا ته نيږدې لګېدلی

په سيول کې چارواکو د جمعې په ورځ هم خپلې جنګي الوتکې وروسته له هغې په پرواز کې راوستلې چې د شمالي کوريا په آسمان کې ېې د ۱۸۰ جنګي الوتکو څارنه وکړه.

سيول ويلي دي چې امریکا متحده ايالاتو سره ېې ګډ پوځي تمریناتو، د پيونګ يانګ غوسه راپارولې ده. شمالي کوريا تيره اوونۍ هم څو ځله بالستيک توغندي وتوغول. رپوټونه دغه راز وايي چې شمالي کوريا ډيرې توپخانه يې ګولې هم وار کړي دي.

شمالي کوریا بیا یو توغندی توغولی

شمالي کوريا د چهارشنبې په ورځ د نومبر دوهمه ۲۳ توغندي وتوغول چې د سويلي کوریا په خبره ېو ېې دوی ته نژدې لګیدلی دی. هغه وخت سیول وويل چې دا په ۱۹۵۴ کې د دواړو کوریاوو تر بېلېدو وروسته لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا یو توغندی دوی ته په دومره نژدې په ۷۵ کیلومترۍ کې لويږي.

شمالي کوریا د توپخانې ډیر فیرونه کړي دي

پېونګ يانګ د پنجشنبې په ورځ بالاخره په دې وتوانېد چې د خپل قاره ویشتونکي بالستيکي توغندي آزموينه هم ترسره کړي. سيول او واشنګټن د شمالي کوریا د دغو توغندويزو آزموينو په ځواب کې خپل ګډ تر ټولو ستر پوځي تمرینات تر شنبې ورځې پورې وغځول.

د رپوټونو مطابق شمالي کوریا بیا د جنوبي کوريا او امریکا ګډ پوځي تمریناتو ته انديښمنه ده او د توغنديو توغولو له لارې یوه احتمالي یرغل ته خپل چمتوالی ښيي.