1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

شمالي کوریا بیا یو توغندی توغولی

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

د راکټونو د تازه توغولو په سلسلې سره شمالي کوریا خپلو تحرکاتو ته ادامه ورکړه. د جنوبي کوریا د پوځ په حواله د متوسطي فاصلې یو بالستیکي راکټ د جاپان د بحیرې پر خوا فیر سوی دی.

https://p.dw.com/p/4ICrD
Nordkorea - Raketentest
انځور: picture alliance/AP/Korean Central News Agency

دغه راکټ د پایتخت پیونګ یانګ سره نژدې توغول سوی دی. د جنوبي کوریا د رسنیو په حواله همدارنګه تقریباً په عین وخت کي د شمال څخه جنګي جیټ طیارې د کوریاوو داخلي سرحد ته نژدې سوي دي. جنوبي کوریا یې هم په جواب کي هلته جنګي طیارې لیږلي دي، خو تر منځ یې مستقیم ټکر او برخورد نه دی رامنځته سوی. دا د یوې هفتې په جریان کي د جنګي طیارو دغه ډول دوهمه واقعه ده.