1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جزا نړيوالې محکمې ولې د امريکا پر ضد څېړنه ودروله؟

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د جزا نړيوالې محکمې یوه څارنوال د متحده آيالاتو پر ضد د پلټنو بندولو خپلې پرېکړې څخه دفاع وکړه. د هغه په خبره «تر ټولو سخت» جنايتونه د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلو له خوا شوي دي.

https://p.dw.com/p/43vdZ
Niederlande | Internationaler Strafgerichtshof in Den Haag
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د بشري حقونو ډلو د جزا د نړيوالې محکمې د څارنوال کريم خان د سپتمبر مياشتې پر دغې پرېکړې نيوکه کړې چې د امريکايي ځواکونو په هکله د پلټنې «لومړيتوب راکموي» او پر ځای يې د افغانستان پر نويو واکمنانو او ورسره رقيبې د داعش خراسان پر ډلې تمرکز وکړي.

خان د دغې محکمې د غړو هېوادونو په يوه غونډه کې په هاګ کې وويل: «ما خپله پرېکړه د هغو شواهدو پر بنا وکړه چې تر ټولو سخت جنايتونه هم د شدت، کچې او دوام له مخې ښايي د اسلامي دولت خراسان نومې ډلې او همداراز طالبانو له خوا شوي وي.»

دغه بريتانوي څارنوال دا هم وويل چې «زه به دغو ته لومړيتوب ورکړم، ما له قاضيانو د اجازې هيله کړې څو دغه پلټنې شروع کړم.»

Niederlande Den Haag Internationaler Strafgerichtshof | Fatou Bensouda
فاطو بنسودهانځور: Getty Images/AFP/ANP/E. Plevier

په افغانستان کې د متحده آيالاتو د جرمونو په هکله پلټنې واشنګټن په غوسه کړې وو. له دې کبله د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې د جزا د نړيوالې محکمې پر پخوانۍ څارنوالې فاطو بنسوده، بنديزونه لګولي ول. د نړۍ يوازینۍ دايمي د جنګي جنايتونو محکمې په افغانستان کې په ۲۰۰۶ کال کې يوه لومړنۍ پلټنه پيل کړه او بنسوده له قاضيانو څخه د بشپړو تحقيقاتو اجازه په ۲۰۱۷ کال کې وغوښتله.

بنسوده وويل چې «منطًقي» شک موجود وو چې هم طالبانو او هم د متحده آيالاتو ځواکونو او سي آی اې په بهر کې په پټو زندانونو کې جنګي جنايتونه تر سره کړي دي.

په اوس وخت کې راپرځېدلي افغان حکومت د ۲۰۲۰ کال په پيل کې له يادې محکمې غوښتنه وکړه چې پلټنې وځنډوي ځکه چې خپله يې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په هکله پلټنه کوله. بريتانوي څارنوال په دې ترڅ کې ويلي چې په سوډان کې د يوې کودتا له کبله پلټنې يو څه ځنډېدلې دي، خو دی او ټيم يې انتتظار لري چې د جنګي جنايتونو په هکله پلټنې به ډېر ژر بېرته پيل شي. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب