1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانوی کريم خان د جزا نړيوالې محکمې نوی څارنوال وټاکل شو

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

د جزا د نړيوالې محکمې غړو هېوادونو د بشري حقونو مدافع وکيل ۵۰ کلن کريم خان تر اوږدو مشورو وروسته د مشر څارنوال په توګه وټاکه. کريم خان به د څارنوالې فاتو بنسوده ځای نيسي.

https://p.dw.com/p/3pJBM
Karim Kahn wird Chefanklaeger des Weltstrafgerichts
انځور: Sabah Arar/AFP/Getty Images

د هاګ د جزا نړيواله محکمه جنګي جنايتونه، د بشر ضد جرايم او د ولس وژنې موارد څېړي. په لومړي ځل غړي هېوادونه تر مخه لا په يوه کانديد سره جوړ نه شول.

د ټاکنو په دويم پړاو کې حقوقپوه، کريم خان، له ۱۲۲ رايو څخه د ۷۲ رايو په ګټلو سره له خپلو دوو سيالانو څخه مخکې شو. نوموړی بريتانوی د مخکښ کانديد په توګه سيالۍ ته ولاړ و. هغه دا مهال د ملګرو ملتونو له خوا د «اسلامي دولت» نومې ترهګرې ډلې د جنګي جنايتونو په هکله پلټنه کوي او د جزا په نړيواله محکمه کې د اوږدو کلونو تجربې لري. شنونکي نوموړی يو «تکړه وکيل» او «حيرانوونکی هوښيار د ستراتيژيو استاد» بولي.

Belgien Den Haag | Internationaler Strafgerichtshof
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

نړيواله محکمه د متحده آيالاتو د سترګو اغزی

خان به د جون مياشتې په نيمايي کې د ګامبيا هېواد څخه د فاتو بنسوده ځای ونيسي. نوموړی د نهو کلونو د يوې دورې له پاره ټاکل شوی دی. دغه څارنوال به په يو حساس وخت کې په ياده محکمه کې خپله دنده شروع کوي. پر دغې محکمې باندې په فلسطين او افغانستان کې د پلان شويو پلټنو له کبله ډېر زيات سياسي فشار وارديږي. له دې لارې به د اسرائيل او د امريکا متحده آیالاتو د پوځيانو په وړاندې محاکمې هم ممکنې وای.

د جزا د نړيوالې محکمې بنيادي تړون (د روم تړون) ۱۲۳ هېوادونو لاسليک کړی دی. د امريکا متحده آيالات، د روسيې او چين په څېر هم، په کې غړيتوب نه لري او په تکرار سره يې ورباندې سختې نيوکې کړي دي. د متحده آيالاتو د اتباعو پر ضد د جزا د نړيوالې محکمې له خوا پلټنې هم واشنګټن ردوي او «غيرقانوني» يې بولي.