1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د تهران په پوهنتون کې د ابراهیم رئیسي د جنازې مراسم

۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبه

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او په رالوېدلي څرخي الوتکه کې د نورو وژل شویو کسانو د جنازې مراسم د چهار شنبې په ورځ (د مې ۲۲مه) د تهران په پوهنتون کې پیل شول.

https://p.dw.com/p/4g88q
Iran | Beerdigung Ebrahim Raisi
ټاکل شوې د رئیسي مړی د پنجشنبې په ماښام په مشهد کې خښ شي. انځور: Iranian Presidency via ZUMA Press/picture alliance

په دې مراسمو کې د ایرن رهبر علي خامنه ای، د جنازې لمونځ ورکړ.ټاکل شوې دغه مراسم د چهارشنبې په ماښام د بهرنیو چارواکو په ګډون په تهران کې دوام وکړي.

تر دې مخکې په تبریز او قم کې د چورلکې د سقوط د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره شول. د ایراني خبري اژانسونو په وینا، د رئیسي تابوت او د هغه ملګري قم ته له رسېدو سره سم د فیضیه ښوونځي ته وړل شوي او د زده کوونکو او دیني عالمانو په حضور کې یې د «رخصتیدو مراسم» ترسره شول.ټاکل شوې د رئیسي مړی د پنجشنبې په ماښام په مشهد کې خښ شي.

د رئیسي په درناوي د ملګرو ملتونو نیمه ځوړند بیرغ او په اړه یې اعتراضونه

د بريتانیا د کورنیو چارو وزیر د رئیسي په درناوي د ملګرو ملتونو د بیرغ په نیمه ځوړند اعتراض کړی. امریکا کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو ایران ته د بایدن د ادارې د خواشینۍ پر پیغام نیوکه کړې. د رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم د تهران په پوهنتون کې پیل شوي دي.

په امریکا کې جمهوري غوښتونکو سیاستوالو دابراهیم رئیسي، د مړینې له امله د جو بایدن د ادارې د خواشینۍ پر پیغام سختې نیوکې کړي.

جګپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام، د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن، سره په کتنه کې وویل چې هیڅوک باید د «تهران د قصاب» په مړینه غم ونه کړي.

ګراهام ټینګار وکړ چې «د رئیسي د ولسمشرۍ دوره په ایران کې د ښځو او نجونو د سرکوب او جبر دوره وه او د ایران له خاورې پر اسرائیل پوځي برید وشو.»

USA Präsidentschaftswahl 2016 Kandidaten Lindsey Graham
په امریکا کې جمهوري غوښتونکو سیاستوالو د ابراهیم رئیسي، د مړینې له امله د جو بایدن د ادارې د خواشینۍ پر پیغام سختې نیوکې کړي.انځور: imago/Future Image

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور زیاته کړه چې هغه د «تهران د قصاب» په مړینه د خواخوږۍ پیغام نه لیږي، بلکې هغو قربانیانو ته تسلیت وایي چې لا هم تر ظلم او زیاتي لاندې ژوند کوي.انتوني بلینکن د ابراهیم رئیسي، پر مړینه د تسلیت د استولو په اړه د نیوکو په ځواب کې ویلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د امریکا دریځونه نه دي بدل شوي.او بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو دودونو له مخې دغه تسلیت استولی دی.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیر د رئیسي  په درناوي د ملګرو ملتونو د نیمه ځوړندید بیرغ په اړه اعتراض کړی

د ابراهیم رئیسي په درناوي د ملګرو ملتونو نیم ځوړند بیرغ پر وړاندې اعتراضونه دوام لري.د سې شنبې په ورځ (د می ۲۱) د بريتانیا د کورنیو چارو وزیر ټام توګیندات په خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) کې د ملګرو ملتونو بیرغ د ابراهیم رئیسي په درناوي نیمه ځوړند ویډیو خپره کړه او لیکلي یې دي: «دا عمل د ایران د ولسمشر له پاره او که د زرګونو هغو خلکو له پاره چې هغه وژلي دي؟»

تر دې یوه ورځ وړاندې د برتانيا د کورنیو چارو وزیر په خپلې ایکس پاڼه کې د اروپايي ټولنې د شورا د رئیس چارلس میشل د خواخوږۍ د پیغام په ځواب کې لیکلي وو: «هغه غمجن نه دی او د رئیسي له پاره به ماتم نه کوي.»توګندات زیاته کړې، هغه رژیم چې رئیسي ولسمشر ګڼي، په ایران کې یې زرګونه کسان وژلي او ډېر یې په بریتانیا او اروپا کې په نښه کړي دي.