1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې برخلیک ټاکونکې ورځ؛ د رای ورکولو بهیر پیل شو

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

ترکیه کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې پیل شوې. د ټاکنو اصلي سیالي د اردوغان او قلیچداراوغلو تر منځ ده. که چیرې یو نوماند هم اکثریت رایه وانخلي، نو د ټاکنو دويم پړاو به د مې په ۲۸ ترسره شي.

https://p.dw.com/p/4RK7I
Türkei Istanbul Wahlen Wahllokal
په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۶۴ میلیونه خلک د رای ورکولو حق لري چې له ډلې یې ۶۱ میلیونه دننه په ترکیه کې ژوند کوي.انځور: Emrah Gurel/AP Photo/picture alliance

د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې نن یکشنبه ( د مې په ۱۴مه) په ځايي وخت د سهار اته بجې پیل شوې او د مازیګر تر ۵ بجو به دوام لري. ویل کیږي چې

د ترکیې د حکومت د معلوماتو له مخې د سهار له ۶ د شپې تر ۱۲ بجو به د شرابو خرڅلاو بند وي. قهوه خانې، چای خانې او انترنت کلبونه به تړلي وي او د ودونو مراسم یوازې د ماښام  له ۶ بجو وروسته ترسره کیدای شی.

په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۶۴ میلیونه خلک د رای ورکولو حق لري چې له ډلې یې ۶۱ میلیونه دننه په ترکیه کې ژوند کوي.

ترکیه کې د اته ویشتم ځل لپاره پارلماني ټاکنې کیږي چې دغو ټاکنو کې ۲۶ ګوندونه د ۵ ایتلافونو په چوکاټ کې ګډون کوي. داسې وړاندوینه کیږي چې ډیرې څوکۍ به "جمهوري"، "ملت" او "کار او آزادي" ایتلافونه وګټي.

په ولسمشیریزو ټاکنو کې بیا رجب طیب اردوغان او کمال قیلداراوغلو سره سیالي کوي

د ترکیې اوسنی ولسمشر اردوغان د جمهور ایتلاف نوماند دی دغه ایتلاف "د عدالت او پرمختیا"، "د ملي حرکت ګوند " او " د لوی یووالي ګوند" څخه جوړ شوی.

۷۴ کلن  کمال قلیچدار اوغلو مشهور په "بای کمال" د  خلق جمهوري غوښتونکي ګوند مشر دی. د نوموړي ګوند له پنځو نورو ګوندونو، "نیک ګوند"، چې مشري یې مرال اکشنر کوي له اسلام پالي اړخه د "سعادت ګوند"، د "پرمختګ او ډموکراسۍ ګوند"، د علي بابا جان په مشرۍ او د "راتلونکي" په نامه ګوند چې مشري داوود اوغلو کوي.

باباجان او داوود اوغلو پخوا د اردوغان پلویان و چې یې مخالفې ډلې سره یو ځای شوي دي.

د چپیانو زرغون ګوند چې د خلگو دمکراتیک ګوند میراث لرونکی دی او د کردي لږکیو ملاتړ کوي ولسمشریزو ټاکنو ته یې کوم نوماند نه دی ورپیژندلی. دغه ګوند سره له دې چې د ملت له ایتلاف سره نه دی یو ځای شوی خو له خپلو پیلویانو یې غوښتي چې د اردوغان د واکمنۍ پای ته رسیدو لپاره دې کمال قلیچدار اوغلو ته رایه ورکړي.

د بشري حقونو فعالان: ترکیه یزدیان دین بدلولو ته اړ باسي

په تیرې یوه پیړۍ کې د ترکیې نننۍ ټاکنې خورا مهمې ګنل کیږي. اپوزیسیون هیله من دی چې لومړی ځل او د رایو له مخې اردوغان له واکه لرې کړي. وړاندوینې داسې شوي چې ښایي د اپوزیسیون نومامد قلیچدار یو څه له اردوغان مخکی دی.

که چیرې یو نوماند هم په دې ټاکنو کې مطلق اکثریت رایه ترلاسه نه کړي نو ټاکنې به دویم پړاو ته ځي او د مې په ۲۸ مه به بیا ځلي ترسره کیږي.