1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې د اپوزیسیون پر سیاستوال برید شوی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د اپوزیسیون پر سیاستوال اکرم امام اوغلو د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی او اړ شو چې د غونډې ځاي پرېږدي. ولسمشر اردوغان خپل مخالف کانديد تر دې د مخه ښکنځلی وو.

https://p.dw.com/p/4R254
ترکیه | د اپوزیسیون سیاستوال اکرم امام اوغلو په ایرزورم کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال برید شوی
ترکیه | د اپوزیسیون سیاستوال اکرم امام اوغلو په ایرزورم کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال برید شویانځور: DHA

 

د ترکیې د ولسمشرۍ له انتخاباتو یوه اونۍ مخکې په انتخاباتي مبارزو کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی. د هېواد ختيځ د ټاکنیز کمپاين په ترڅ کې د يوې پېښې شاهد وو. د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو دفتر د ترکیې په ختیځ ښار ارزروم کې د برید ویډیو خپره کړه چیرې چې دغه سیاستوال د یکشنبې په ورځ يوې ټاکنیزې غونډې ته وينا کوله.

د ترکیې  ټاکنې - د اکرم امام اوغلو پر بس برید شوی
د ترکیې ټاکنې - د اکرم امام اوغلو پر بس برید شویانځور: ANKA

قهرجنو مظاهره چیانو د هغه د کمپاین بس په ډبرو ويشتلی او امام اوغلو یې مجبور کړی چې فعالیت پریږدي او د پیښې له ځای څخه ولاړ شي.

پولیسو پر لاريون کوونکو اوبو پاشلي

په آنلایني شبکو کې په خپرو شويو انځورونو کې ښودل کیږي چې پولیسو د لاریون کونکو د خورولو لپاره يې پرې اوبه شيندي او هڅه کوي هغوی د بس يا سروس موټر له تقعيبولو را وگرځوي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې اوه تنه سرسري ټپیان شوي دي. امام اوغلو د يو پاروونکي اقدام خبره وکړه او له سیمه ییزو چارواکو یې د وضاحت غوښتنه وکړه. دغه ولایت د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي محافظه کار «ی کی پي»ګوند تر کنټرول لاندې دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغانانځور: Khalil Hamra/AP/picture alliance

دا پېښه په ډاګه کوي چې په ترکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو له لومړي پړاو یوه اونۍ مخکې وضعیت څومره ترينګلی دی. امام اوغلو په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اپوزیسیون د سیاستوال کمال کلیچدار اوغلو ملاتړ کوي. که اپوزیسیون ټاکنې وګټي، نو د دې احتمال شته چې د استانبول دغه نامتو ښاروال د ولسمشر مرستيال شي.

اردوغان کیلیچدار اوغلو یو «شرابی» وباله

ولسمشر رجب طيب اردوغان هم بېرته ټاکنیز کمپاین ته راستون شوی دی. هغه د یکشنبې په ورځ په استانبول کې د سلګونو زرو پلویانو پر وړاندې د اپوزیسیون مشر کیلیچدار اوغلو یو «شرابی» وباله.

ترکيې د ترهګرۍ په شک ۱۱۰ کسان نیولي دي

د ترکیې ولسمشر وویل، کیلیچدار اوغلو هر څومره ]الکول[ چې غواړي څښلی شي خو زياته کړې یې ده چې خلک به خپل هیواد «يو نشه يې او شرابي» ته پرې نه ږدي. اردوغان یو ځل بیا کیلیچدار اوغلو له «ترهګرو» سره په همکارۍ تورن کړ.

ترکيه وايي په سوريه کې یې د داعش شکمن مشر وژلی

نظرپوښتنې ښیې چې د می مياشتې د ۱۴مې نیټې په پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې د اردوغان او د اپوزیسیون د مشر تر منځ برابره او سخته سیالي روانه ده. کیلیچدار اوغلو د بیلا بیلو شپږو مخالفو ګوندونو د اتحاد د ګډ کاندید په توګه سیالي کوي. که چیرې په لومړي پړاو کې هیڅ یو کاندید مطلق اکثریت و نه ګټي، نو د می په ۲۸ مه به د دویم پړاو ټاکنې ترسره شي.

اردوغان چې په دې وروستو کې یې د ناروغۍ له امله له کمپاین څخه وقفه اخیستې وه، په پرله پسې ډول پر اپوزیسیون او د ټولنې په ځینو برخو باندې د بریدونو لپاره تنده لهجه کاروي. هغه په تکراري ډول د «LGBTQ» ضد څرګندونه وکړې او د اپوزیسیون ځینې برخې یې تورنې کړې د همجنس پرستو ښځو او نارينه وو، دوه جنس خوښوونکو او ټرانس جنډر يا نرښځيانو د حقونو له پاره مبارزه کوي.