1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او هریس ترمنځ لومړنۍ تلويزيوني مناظره

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه اصلي کاندیدان، ترامپ اوهریس په خپلي لومړنۍ مناظره کی یو د بل پروړاندي راڅرگند سول. په دغه توده مناظره کي د جنین سقط، مهاجرت، په غزه او اوکراین کي جگړه او د ایران پرسربحث مهمې موضوعگانې وې.

https://p.dw.com/p/4kUhP
USA, Philadelphia | Trump-Harris Presidentschafts-Debatte
انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکي کاندید دونالد ترمپ او د ډیموکراټانو کاندیدې کامالا هریس ترمنځ لومړنۍ مناظرې چي د اې بي سي نیوز ټلویزیوني شبکې په کوربه توب په فلادلفیا ښار کي وه، ۹۰ دقیقې يې دوام وکړ. مناظره په اقتصادي موضوعگانو سره پیل سوه.

دونالد ترمپ په خپلو خبرو کي د هریس پلار د «مارکسیستي درسونو یو ښوونکی» وباله او هریس یې په دې تورنه کړه چي د خپل پلار په شان یوه مارکسیسته ده. ترامپ اټکل وکړ، که هریس سپینې ماڼۍ ته لار وموندي، نو په خپلي اقتصادي کړنلاري به د امریکا د خلکو د بې وزلي توب سبب سي. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چي د هریس اقتصادي سیاستونه به په عمل کي د جو بایدن د اقتصادي کړنلارو دوام وي.

هریس برعکس د ترمپ د حکومت پر اقتصادي کړنلارې د سخت انتقاد په ترڅ کي د نورو ترڅنگ زیاته کړه چي د ترمپ د حکومت اقتصادي کړنلاره د دې سبب سوه چي په امریکا کي د بیکارۍ لوړ ریکارډ ثبت سي. دواړو کاندیدانو یو بل د اقتصادي اغیزمن پلان په نه لرلو تورن کړ.

مهاجرت او د جنین سقط

لکه څنگه چي یې تمه کیدله په دغه مناظره کي د مهمو مطرح سوو موضوعگانو له ډلې څخه په امریکا کي د غیرقانوني پناه غوښتونکو او جنین د سقط موضوعگانې وې.

کامالا هریس د جنین د سقط په اړه د پوښتنې په جواب کي د ښځو د جنین د سقط له پاره په ملي کچه د قوانینو پر رامنځته کیدو ټینگار وکړ. هغې زیاته کړه د ترمپ د ولسمشرۍ پر وخت هغه درې قاضیان چي د امریکا سترې محکمې ته یې لار موندلې وه، هغه کسان وه چي دوه کاله مخکي یې د جنین د سقط د قانون په لغوه کولو کي یې لاس درلود.

USA, Philadelphia | Trump-Harris Präsidentschafts-Debatte
په فلادلفیا کی د ترمپ او هریس ترمنځ لومړنۍ ټلویزیوني مناظرهانځور: Morry Gash/AP/picture alliance

دونالد ترمپ بیا برعکس په دې برخه کي د ډیموکراټانو دریځ «راډیکال» وباله او د نورو ترڅنگ یې د دې موضوع یادونه وکړه چي ډیموکراټان د میندوارۍ په نهمه میاشت کي د سقط جنین ملاتړ کوي. ترامپ په عین وخت کي ټینگار وکړ چي د جنسي تیري او یا هم د کورنۍ له غړو سره د اړیکو په نتیجه کي د میندوارۍ له امله د جنین له سقط سره موافق دی.

د مهاجرو په برخه کي هم دواړو خواوو تند بحثونه راپورته کړل. دونالد ترمپ په څو واره د«مهاجرت له بحرانه»د دغه هیواد د اصلي ستونزي په توگه یادونه وکړه او د مهاجرو په موضوع کي یې د جو بایدن د حکومت پر چلند سخت انتقاد وکړ.

په منځني ختیځ کی جگړه

په منځني ختیځ کي جگړه یو له هغو موضوعگانو څخه وه چي د ترمپ او هریس ترمنځ مناظره کي یې په هکله بحث وسو. هریس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ پر اسرائیل باندي د حماس د برید له امله په منځني ختیځ کي د جگړې د پیل په یادونې سره ټینگار وکړ: »په هغه څه چي پوهیږو هغه دادي چي دغه جگړه باید همدا اوس پای ته ورسیږي او دغه موضوع د اوربند او د یرغمل سوو د آزادیدو پرسرتوافق  پوري اړه لري.

هریس څرگنده کړه چي په خپل احتمالي حکومت کي به په تیره بیا د اسلامي جمهوریت او د هغوی د نیابتي ملیشو په وړاندي، اسرائیل ته له ځانه د دفاع وړتیا ورکولو ته ادامه  ورکړي.

دونالډ ترمپ بیا برعکس په خپلو خبرو کي وویل چي کامالا هریس له اسرائیل کرکه لري او کله چي هغه سپیني ماڼۍ ته ننوزي، اسرائیل به د دوو کلونو په ترڅ کي له منځه ولاړ سي.

د امریکا پخواني ولسمشر پر خپلو پخوانیو دریځونو په خاص ډول په غزه او اوکراین کي د جگړې په هکله د ټینگار په ترڅ کي وویل که هغه د جو بایدن پر ځای وای، نو دغه دواړي جگړې به هیڅکله نه وای پیل سوي.

USA, Philadelphia | Trump-Harris Präsidentschafts-Debatte
ترمپ او هریس دمناظرې له پیل کیدو مخکی یو بل ته لاسونه ورکړلانځور: Brian Snyder/REUTERS

ترامپ د دغي مناظرې په یوه برخه کې د ایران  مسأله مطرح کړه او ویې ویل چې د خپلي ولسمشرۍ پر مهال اسلامي جمهوریت په عملی ډول یو مفسد حکومت وو او د ترهگري فعالیتونو د ترسره کولو له پاره یې لازمې مالي سرچینې نه درلودې، خو د جو بایډن د حکومت د سیاستونو په نتیجه کې ایران یو ځل بیا په دې وتوانید چې خپلې مالي سرچینې بیرته ترلاسه کړي. ترمپ اوسنی وضعیت د تهران پر وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو له پاره د بایډن د اقدام پایله ګڼي.

ترمپ همدارنگه ژمنه وکړه چي د روان کال په نوومبر کي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته، سپیني ماڼۍ ته د تگ په صورت کي به د اسلامي جمهوریت تر ساتني لاندي د یمن د حوثي یاغیانو د فعالیتونو موضوع به په چټکۍ سره حل کړي، خو د دغي موضوع د حل د ډول په هکله یې نوري څرگندوني و نه کړې.

ترامپ د خبرو په دوام وویل، که یو وار بیا د امریکا ولسمشر سي، نو په اوکراین  کي به جگړه پای ته ورسوي.

دا په داسي حال کي ده چي په دې برخه کي هریس وویل، د امریکا ملي گټې دا ایجابوي چي روسیه په دغه جگړه کي ماته وخوري.

هریس په دغه مناظره کي په تکرار سره د ترمپ قضايي دوسیو ته اشاره وکړه، ترمپ هم په وار وار سره ټینگار وکړ چي که هریس ولسمشرۍ ته ورسیږي، نو په امریکا کي به اوسنی اقتصادي او سیاسي حالت ادامه پیدا کړي.

د تودې مناظرې پای

ترامپ او هریس د دغې مناظرې په پای کي په عمومي ډول ځیني جملې وویلې. هریس وویل چي په امریکا کي رایه ورکوونکي باید د دغه هیواد د راتلونکي له پاره د دوو لارو ترمنځ په انتخاب لاس پوري کړي او خپل ځان یې د راتلونکي له پاره استازې او نه تیر وخت د تلونکي په توگه وباله.

دونالد ترمپ بیا برعکس یو وار بیا د هریس او بایدن  پر دریځونو باندي د یرغل په ترڅ کي وپوښتل چي د بایدن حکومت او د هغه مرستیاله ولي په تیرو کلونو او په سپینه ماڼۍ کي د حضور پر وخت پر دې بریالي نه سول چي خپلي ژمني عملي کړي. 

تمه کیږي چي له دغې مناظرې وروسته به په راتلونکو څو ساعتونو کي لومړنۍ نظر پوښتنه رامنځته او نتایج به یې خپاره سي. داسي نتایج چي کولای سي دا معلومه کړي چي کوم یو کاندید په دې توانیدلی دی چي د مناظرې د گټونکي لقب ترلاسه کړي.

دا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پاره د کاندي په توگه د هریس لومړنۍ مناظره وه. د دغې مناظرې نتایج له دې کبله مهم دي چي هریس او ترمپ له دې مناظرې مخکي په وروستیو نظر پوښتنو کي په عامه افکارو کي ډېره نیژدې سیالي درلوده.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

GP/NZ/DW:Online