1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاشکند ناستې له پایلو د طالبانو تمې، خو کارپوهان څه وايي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

د طالبانو حکومت وايي، د تاشکند په غونډه کې یې نړیوال په دې قانع کړي چې د هغوی له حکومت سره باید تعامل ولري. خو د دې نړېوالې ناستې په اعلامیه کې ټولشموله حکومت او د ښځو حقونه د بنسټیزو غوښتنو په توګه مطرح دي.

https://p.dw.com/p/4Emsn
Der Berater des Sicherheitsrates von Usbekistan besucht Afghanistan
انځور: Pressestelle des Taliban-Außenministeriums

د افغانستان د امنیت او اقتصادي پراختیا په اړه د تاشکند غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د اقتصادي ثبات له پاره د ټولګټو پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی.

په اعلامیه کې د ترمذـ مرازشریف ـ کابل او پېښور ترمنځ د اوسپنې پټلۍ، د پلخمري او سرخان د برېښنا مزي، د ترمذ کارګو او په ترمذ کې د افغانستان له پاره د یوه ښوونیز مرکز جوړېدل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ هغه سترې پروژې بلل شوي، چې باید کار پرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته ویلي چې تېرې شل کلنې جګړې د افغانستان اقتصاد ځپلی خو ترڅنګ یې پر افغانستان د امریکا بندیزونه هم په دغه هيواد کې د بې وزلۍ ډېرېدو سبب شوي.

متقي زیاته کړې: »له لسیزو بې ثباتۍ وروسته، زموږ حکومت ټینګ عزم لري چې افغانستان نور د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي.»

د تاشکند غونډې په اعلامیه کې نړېوالو سره د غوره تعامل له پاره د ښځو حقونه، د ټول عمر نجونو له پاره ښوونځیو ته د تګ اجازه او یو ټولګډونه حکومت د بنسټيزو غوښتنو په توګه مطرح شوي.

د تاشکند غونډه؛ لومړۍ ورځ پر کومو موضوعاتو خبرې شوي؟

Afghanistan Taliban beschlagnahmt bei Zentralbank große Menge Geld
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ناوخته یې له امریکا سره د افغانستان پر اقتصادي ثبات مذاکرات کړيانځور: DA AFGHANISTAN BANK/REUTERS

سیاسي شنونکي وايي، طالبان نه دي توانېدلي چې په دغه ډول مسایلو کې د نړېوالو قناعت ورخپل کړي.

په لندن کې میشت افغان شنونکي امان الله احمدزي دویچه ویله ته وویل: »دا هغه موارد دي چې د افغانستان ثبات ته لوی ګواښ ګڼل کیږي. زه فکر کوم چې نړېوال او د سیمې هيوادونه دا تشویش لرې چې که چېرې دا وضعیت دوام ومومي افغانستان باثباته نه شي پاتې کیدای، نو ځکه زه فکر کوم هغه نتایج چې د تاشکند غونډې څخه یې ادعا کیږي زیات عملي بڼه نه لري او نه دي ترلاسه شوي.»

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ناوخته یې له امریکا سره د افغانستان پر اقتصادي ثبات مذاکرات کړي.

د دغه وزارت خبرپاڼه وايي چې په ناسته کې د امریکا د خزانې وزارت له معین او تخنیکي ټیم سره ژور تخنیکي بحثونه شوي.

خبرپاڼه زیاتوي: »افغان پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانک له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنسټ دفاع او د خلاصون غوښتنه وکړه.«

د افغانستان د کنګل شویو پيسو په هکله د امریکا او طالبانو ترمنځ پرمختګ

Afghanistan Eisenbahn
د تاشکند غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات له پاره د ټولګټو پروژو پر عملي کولو ټینګار شویانځور: imago/Xinhua

اقتصادي شنونکي وايي په امریکا کې د افغانانو کنګل شوې شتمنې کولای شي چې د افغانستان درېدلی اقتصادي څرخ په حرکت راولي.

اقتصادي کارپوه ډاکټر عبدالله فیضي دویچه ویله ته وویل: «که چېرې د افغانستان د کنګل شویو پیسو څخه چې هغه په حقیقت کې د افغانستان بانک او بیا د خصوصي بانکونو پانګه ده، په دې کې د ملي تجارانو او خصوصي متشبثینو پیسې دي په اړه یې په یو معقول میکانیزم کار وشي ترڅو له دغو پیسو څخه د افغانستان په اقتصاد، صنعت، تجارت، تولید او زیربنايي پروژو کې ترې استفاده وشي له یوې خوا به د فقر کچه راټیټه شي او له بل لوري به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

خو ځینې اقتصادي شنونکي وايي، دغه ریزرف شتمنې په هیڅ ډول د دې له پاره نه ده چې په افغانستان کې په بشري مرستو او یا هم اقتصادي پروژو ولګول شي.

په جرمني کې میشت افتصادي شنونکي قیس محمدې دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم که دا پیسې همدغسې بندې وي ښه به وي، یو دلیل چې د افغانیو ارزښت په بې ساري توګه نه دی خراب شوی دا دی چې دا پیسې کنګل دي او ټوله نړۍ او همدا راز هغه هيوادونه چې له افغانستان سره تجارتي راکړه ورکړه لري په دې باور دي چې افغانۍ اوس هم ځان سره ریزرف لري، خو که دا پیسې خلاصې شي او کال په کال یې د کمېدو راپور ورکړل شي نو په هماغه اندازه به افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

ښاغلی محمدي زیاتوي د طالبانو حکومت د څه کم یو کال په تېرېدو سره لاهم نه دی توانېدلی چې تر شپږم پورته ټولګيو نجونو ښوونځیو د تړلو یو واضح دلیل نړۍ او افغانانو ته وړاندې کړي.

د پوهنتون د دغه استاد په خبره له همدې امله د طالبانو او نړېوالو ترمنځ ډپيلوماټیکو او اقتصادي اړیکو کې د پرمختګ چندانې څرک نه لېدل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل